تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۰۹۲)
نوم: عزیزاحمد
د اوسېدو ځاى: (کابل افغانستان )
سوال: که یو څوک خپلي ښځي ته د ناراضیت په خاطر ووايي چي نور نه مخ درښکاره کوم او نه خبري درسره کومه د خاوند هیڅ طلاق نیت نه وي صرف دنا رضایت او خوابدۍ څخه داسي خبره وکړي ایا نکاح ته کوم زیان رسیږي؟ البته د دوي دواړو نکاح تړل سوي وي خو نژدیکت ئې نه وي ورسره کړي؟
جواب :
حامداً و مصلياً
یا نکاح ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وفي حالة الغضب یصدق جمیع ذلک لاحتمال الرد والسب الافی ما یصلح للطلاق. الهدایة: ج۲، ص۶۹، و بقیة الکنایات: حبیبیة، قال رحمه الله: لا تطلاق بها الابنیته او دلالة الحال. ای زیلعي رح: ج۲، ص۲۱۴، باب الکنایات. چاپ ملتان.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان