تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۸۱۵)
نوم: ميدان وال
سوال : داسلام له نظره په واده یا کوزده کي دریه وهل ( چمبه) وهل څنګه ده؟
جواب :
حامداً و مصلياً
په واده يا کوزده کي د ښځو لپاره د اعلان او تشهير په توګه د دريې وهل جائز دي، البته رقص او نور لغويات جائز نه دي، په ځينو درياؤ پسي زنګولې مښتي وي د هغو وهل نه دي صحيح.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): إعلان الزواج والضرب فيه بالدف، لقوله صلّى الله عليه وسلم : «أعلنوا النكاح» وفي رواية الترمذي عن عائشة: «أعلنوا النكاح، واضربوا عليه بالغِرْبال». الفقه الاسلامي: ج٧، ص١٢٤.
(٢): ولا بأس بان يکون ليلة العرس دف يضرب للشهرة واعلان النکاح. فتاوي الوالوالجيه: ج٢، ص٣٤٠.
(٣): و سئل أبو يوسف رحمه الله تعالى عن الدف أتكرهه في غير العرس، قال: لا أكرهه. الفتاوي الهنديه: ج٥، ص٣٥٢.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان