تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۱۴۶)
نوم: نوراني
د اوسېدو ځاى: ( پاکستان پنجاب )
سوال : که یو کس په امام پسي ولاړ وي یو رکعت ورڅخه تېر سوی وي کله چي امام سلام و ګرځوي دی هم سلام ورسره ګرځوي بیا ولاړ سي نو لمانځه ته کوم تاوان رسیږي که یا؟
جواب :
حامداً و مصلياً
داسي کس ته مسبوق وايي، مسبوق که په سهوه سره د امام د سلام ګرځولو سره یو ځای سلا وګرځوي پاته لمونځ دي پوره کړي، د سهوې سجده نه پر لازمیږي او که امام یوې خواته سلام وګرځاوه او تر هغه وروسته ده سلام پسي وګرځاوه د پاته لمانځه د پوره کولو وروسته دي د سهوې دوې سجدې وکړي.
والله اعلم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): (ومنها) أنه لو سلم ساهيا أو قبله لا يلزمه سجود السهو وإن سلم بعده لزمه .
كذا في الظهيرية هو المختار، كذا في جواهر الأخلاطي. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۹۱. مکة و رشیدیة.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان