سیرت نبوي (۱۴۰برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اسلامي لښکر د بدر و طرف ته حرکت کوي
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه غريب او غير مسلح لښکره سره د مدينې منورې څخه را و وتى او د مکې مکرمې پر عمومي لار رهي سو تر څو چي و بئرالروحاء ته ورسېدى، د هغه ځاى څخه چي لښکر بارسو نو يې د مکې مکرمې عمومي لار و چپه طرف ته پرېښوول او دوى راسته طرف ته د بدر پر طرف رهي سوه تر څو چي و (صفراء) ته نژدې سوه او د هغه ځاى څخه يې د خپلو اصحابو څخه دوه نفره چي يو يې بُسبُس بن عمرو او بل يې عدي بن الزغباء ؤ و بدر ته و لېږل چي د قريشو د قافلې معلومات وکړي، بُسبُس او عدي وليدل چي يو سړئ د بدر د اوبو پر غاړه ناست دى او دوې نجوني هم د بدر د اوبو و طرف ته رهي دي غواړي چي اوبه يوسي، دغه دوې نجوني پرلاري خبري سره کوي، بُسبُس او عدي يې اوري، يوه نجلۍ هغه بلي ته وايي: هغه زما حق راکه، هغه بله وايي: ښه دى صبر وکه چي دغه قافله را ورسېدل ځني را به يې نيسم او دربه يې کړم، د دغو خبرو څخه دغه دوه نفره مسلمانان پوه سوه چي قافله په دغه منطقه کي نژدې ده، نو يې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د قافلې د نژدې والي خبر ور وړى.
اوس نو قافله پسي را واخله، ابوسفيان چي د قافلې مشر او مسئوله دى کوم وخت چي مدينې منورې ته نژدې سو ډېر پام او احتياط کوي، دئ پوهېدى چي د مکې مکرمې لار په خطرو ډکه ده مخ ته به يې د معلوماتو دپاره نفر لېږل او هر څوک چي به پرلاري په مخه ورغلى د هغه څخه به يې د لاري پوښتنه کول، لږ وخت وروسته د ده استخباراتو دا معلومات ورته را وړل چي محمّد صلی الله علیه وسلم د خپلو ملګرو سره را وتلى دى غواړي چي پر قافله حمله وکړي، ابوسفيان يو نفر چي ضَمضم بن عمرو نومېدى امر کړی چي مکې مکرمې ته ولاړ سي او د قريشو مشران خبرکړي چي قافله په خطر کي ده محمّد صلی الله علیه وسلم او ملګرو يې کمين راته نيولى دى، ضمضم چي ډېر چالاکه او د خبر په نشرولو کي ډېر ماهر ؤ په تلوار سره مکې مکرمې ته رهي سو، کوم وخت چي مکې مکرمې ته نژدې سو کالي يې وکښل چپه يې واغوستل او بيا يې پر ځان پسي څيري هم کړه، خپله پزه يې ويني کړه او خپل اوښ يې زخمي کړی، په وينو يې اوښ، خپل مخ، خپل بدن او خپل کالي ولړل.
په يوه ډير بېرونکي شکل او قيافه لکه د جنګ د منځ څخه چي را وتلى وي، دئ په وينو لړلى، کالي او اوښ يې په وينو لړلي په دغه بد حالت د مکې مکرمې و بطحاء ته ورسېدى او هلته نارې وهي: کومک! کومک! خلکو چي د ده نارې واورېدې پر راټول سوه وايي: څه پېښه ده؟ دئ جواب نه ورکوي او دغه نارې وهي کومک! کومک! خلک نور هم ډېر سوه او پوښتني ځني کوي دئ چا ته حال نه وايي، خلک چي ښه ډېر سوه دئ د دې ځاى څخه رهي سو، خلک په پسې دي هرڅه پوښتني ځني کوي چي څه پېښه ده؟ دئ جواب نه وايي د مرستي او کومک نارې وهي څو کعبې شريفي ته ورسېدى، دلته يې بيا نارې کړې کومک! کومک! ټول اهل مکه پر را ټول سوه پوښتني ځني کوي دئ حال نه وايي، بيا د ابي قُبيس د غره و طرف ته رهي سو غره ته وختى او بيا نارې وهي کومک! کومک! په ټوله مکه مکرمه کي داسي څوک نه سو پاته چي را حاضر دي نه سي ټول پر را ټول دي، دلته نو ده د قافلې د حال په ويلو شروع وکړه چي محمّد صلی الله علیه وسلم پر قافله حمله کوي او زه ابوسفيان را ولېږلم.
دئ نو دلې پريږده عباس رضی الله عنه او د عاتکې خوب پسي را واخله.
عباس بن عبدالمطلب رضی الله عنه وايي: د خوب په درېيمه ورځ دکوره را و وتم او د خوب د رشتيا کېدلو دپاره تر اوسه هيڅ نه دي پېښ سوي، ما دا إراده کړې ده که چيري ابوجهل يو څه را ته و ويل ښه جنګ به ور سره کوم، راغلم پرکعبه شريفه طواف کوم، کوم وخت چي د طوافه څخه فارغه سوم د ليري مي ابوجهل وليدى او د هغه و طرف ته ور رهي سوم غواړم چي دئ يو څه راته و وايي او زه پر را واچوم ښه جنګ ور سره وکړم خو ابوجهل په ځغستا زما پرطرف را رهي دى، دلته مي بيا دا خيال سو چي دئ هم زما سره د جنګ كولو إراده لري، خو دئ چي تر ما را ورسېدى په هغه ځغستا تر ما تېر سو، دلته مي بيا دا خيال سو چي زما څخه بيريږي را څخه ولاړى، خو بيا په وروسته کي پوه سوم چي ده هغه د ضمضم چغي اونارې اورېدلي وې و هغه ته ور رهي ؤ او ما نه وې اورېدلي.
اوس نو دلته په مکه مکرمه کي دغه د قافلې او د مسلمانانو د راوتلو د خبر تر اورېدلو وروسته مشرکان د وتلو دپاره آمادګي نيسي ځانونه د مسلمانانو د جنګ او د قافلې د خلاصولو دپاره تياروي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net