څوک چي پر پاک لمني ښځي د زنا تور ولګوي که څلور شاهدان یې د خپل تور د اثبات د پاره قاضي ته وړاندي نه کړای سوای نو دا نفر درواغجن بلل کیږي او د تور لګولو حد یعني اتیا دورې حد قذف پر جاري کیږي .
خو که څوک پر خپلي ښځي د زنا تور ولګوي او هغه زانیه وبولي يا د هغې څخه چي يې اولاد وزیږي هغه د ځان څخه نفي کړي ، د بل چا څخه یې وبولي دلته که سړي څلور شاهدان قاضي ته وړاندي کړل او څلورو واړو شاهدانو د دې ښځي پر زنا کولو شاهدي ادا کړله نو ښځه رجم یعني په ډبرو وژل کیږي .
که سړي شاهدان و نه درلودل خو ښځي د مېړه د تور تصدیق او سپیناوی وکړى ، څلور ځلي يې د قاضي په حضور کي د زنا کولو اقرار وکړی ، دلته هم ښځه رجم کیږي .
که ښځي د مېړه تور رد کړی او هغه یې درواغجن وباله ، سړي شاهدان هم نه درلودل نو بیا د دې ښځي او سړي تر منځ لِعَان منځ ته راځي.
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي