نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
کله چي تاسو د مؤذن (اذان کونکي) ږغ واوری نو (په جواب کي) د هغه الفاظ ورسره تکراروئ، بیا (د اذان وروسته) پر ما درود ووایاست ځکه څوک چي پر ما یو وار درود ووایي نو الله پر هغه لس واري رحمتونه نازلوي بیا د الله څخه زما لپاره د وسیلې (دعا) وکړئ. دا (وسیله) په جنت کي یوه (اعلی) درجه ده چي د الله په بنده ګانو کي صرف یوه بنده ته حاصلیږي او زه امید لرم چي هغه به زه یم! نو څوک چي زما لپاره د وسیلې دعا وکړي نو هغه زما د شفاعت مستحق سو. رواه مسلم