رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
د خپلو ځانونو پر خلاف دعاء (ښېرا) مه کوئ او مه د خپلو اولادو پر خلاف دعاء (ښېرا) کوئ او مه د خپلو مالو (غلامانو، مينځيانو او حیوانانو...) پر خلاف دعاء (ښېرا) کوئ، هسي نه چي هغه د الله له طرفه یو داسي ساعت وي چي په هغه کي هره دعاء قبلیږي نو بیا به ستاسو ښېراوي قبولي سي. (رواه مسلم، مظاهر حق، کتاب الدعوات).