تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خوري! کوډله غواړې که ماڼۍ؟
 
  April 5, 2014
  0
رالیږونکی: نوراحمد نوري

 
که يوه ښځه په کوډله کې اوسېږي، خو د خپل رب عبادت کوي، پنځه وخته لمونځ کوي او د روژې په مبارکه مياشت کې روژې نيسي، نو دا تر هغې ښځې ډېره نېکمرغه ده، چې په ښکلو دنګو ماڼيو کې د پياده ګانو په شتون کې په وياړ او غرور کې ژوند تېروي. 

همدا راز هغه مؤمنه ښځه، چې په کوډله کې اوسېږي، د عادي اوبو په څښلو ګوزاره کوي، په لاس کې يې قرآن کريم او تسبیح وي، نو دا تر هغې ښځې زر ځله غوره او نېکمرغه ده، چې پر بخملي بستره خوب کوي، خو له خپل رب څخه نا خبره او د سنتو له تابعدارۍ څخه بې برخې وي.

له دې امله پکار ده، چې تاسي د نېکمرغۍ په معنی وپوهېږئ، ځکه د نېکمرغۍ معنی هغه نه ده، چې تنګ زړو خلګو په خپل ذهن کې انځور کړې، یعني د هغوى په اند مال، دولت، دنيوي شان وشوکت، ښه کور او ښه خواړه نېکمرغي ده، خو داسې نه ده، بلکې نېکمرغي د زړه خوښي، د وجدان سکون، د روح راحت، د عقل سالميت او قناعت دى.

رڼا: داسې خلګ کله راحت موندلاى سي، چې مسلمان زوروي او يا تېری پر کوي. 

لکه څنګه چي الله جل جلاله په خپل سپیڅلي کلام کي ارشاد داسي فرمايي: 
وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ. (الآیة)
یعني اې محمده صلی الله علیه وسلم پر هغه الله جل جلاله توکل وکړه، چې ژوندى دى او هېڅکله مړ کېدونکى نه دى.

ماخذ: د نړۍ نېکمرغه ښځه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته