ليکنه: مولوي محمد مجاهد
الله جل جلاله په خپل ستر کتاب قرانکريم کي د اړوندي موضوع په اړه فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَيْكُمْ أَنْفُسَكُمْ لَا يَضُرُّكُمْ مَنْ ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كَنْتُمْ تَعْمَلُونَ. (سورة المائده الاية ١٠٥ )
په قرانکريم کي که په دې يوه لنډ ايت باندي انسان عمل وکړي نو دده د ژوند دصحيح کېدو لپاره به کافي وي .
په دې ايت کي الله جل جلاله ټول امت ته يو عجيب هدايت ورکړئ دئ که چيري زموږ و زړونو ته دا خل سي او موږ ورباندي د عمل کولو وعده وکړو نو ويلاى سو چي د دې يوه قراني ايت په ذريعه موږ د ټولو مصائبو او مشکلاتو څخه خلاصېداى سو .
مخکي تر دې چي د دې ايت و اصلي مطلب ته راسو لومړى به يوه سوال ته جواب و لټوو : موږ وينو ، چيري چي مسلمانان اباد وي همهلته د مشکلاتو او مصائبو سره مخامخ دي ، که په فلسطين ، عراق ، کشمير ، چيچنيا، افغانستان او بالاخيره که وټولو اسلامي هيوادونوته متوجه سو نو ټول مسلمان امت د دا يمي مشکلاتو سره مخامخ دئ که څه فکر پکښي وسي نو د چا په وجود کي که ايمان وي نو هغه به په خپله فيصله وکړي ، چي ددې مشکلاتو اصلي او اساسي سبب دادئ ، چي موږ خپل دين او د نبي عليه السلام د سنتو اتباع پر يښې ده او په بدو عملونو باندي مبتلا يو ، نو همدا سبب دئ ، چي د اوسنيو افتونو او مشکلاتو سره لاس او ګرېوان يو ، ځکه الله جل جلاله فرمايي: وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ ( سورة الشوراى الاية ٣٠ )
ژباړه : کوم مصيبت چي تاسوته رسيږي هغه ټول ستاسو د خپلو لاسونو کړنه ده که څه هم الله جل جلاله تاسو ته د ډېرو بدو اعمالو سزا وي در معاف کړي دي .
د ځينو بدو اعمالو سزاوي په دنياکي د دغو مشکلاتو او مصائيو څخه عبارت دي ، چي الله جل جلاله يې پر مسلمانانو باندي راولي او زموږ هر مجلس پر دې باندي شاهد دئ ، چي موږ په ګناهونو باندي مبتلايو او موږ د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د سنتو اتباع پر يښې ده .
مګر د دغو ټولو يادونو سره سره زموږ په ديني حالاتو کي څه ښه والى او بهتري نه معلومېږي ډېر اصلاحي جماعتونه ، انجمنونه او ادارې د دې لپاره جوړي سوي دي ، چي ددې ناوړو حالاتو اصلاح وکړي مګر بياهم حالات د صحت څخه نور هم ليري کېږي ، دهغه په رفتار کي نور زياتوب راځي ، او داصلاحي ټولنو څخه څرګنده فايده هم نه تر سترګو کېږي دا نو ولي ؟
د دې سوال په جواب کي د قرانکريم دا اوسنى ايت ، چي مخکي تېر سو موږ و دې ته متوجه کوي چي کله ستا سو سره د حالاتو د اصلاح فکر پيداسي ، نو تاسو همېشه د اصلاح شروع د بل څخه کوئ ، ستاسو په ذهن کي دي دا خبره وي چي خلک خراب سوي دي ، په بدواعمالوکي مبتلادي ، دوکه کونکي ، رشوت اخستونکي ، سود خوړونکي او په دا سي نورو بدو اعمالو کي شکيل دي دد دغو ټولو خبرو د کولو پر وخت زموږ په فکر کي بايد دا وي چي دا ټول کارونه نور خلک کوي ، د خلکو اصلاح په کار ده او خلک بايد د دې ناوړو کارونو څخه را وګرځي .
د خپل ځان اصلاح فکر راسره نسته ، ډېر په کمه کچه به داسي خلک شتون ولري ، چي دا فکر به يې کړئ وي ، چي زه هم په يوه خرابي کي مبتلايم ، او په ما کي هم دا ډول عيبونه سته او زما د دغو عيبونو اصلاح ترټولو مخکي ضروري او لازمي ده . زه چي د بل عيبونه لټوم ، نو بايد اول دخپلو عيبونو جاج واخلم او د خپل ځان د اصلاح فکر وکړم .
نن زموږ حال دادئ ، چي کله يو جماعت يا اداره يا يو تنظيم د اصلاح لپاره جوړېږي نو د چلونکو او تنظيم کونکو ټولو فکر دا وي ، چي د عوامو اصلاح کوو ، مګر دا فکر چي خپل ځان اصلاح کوو او خپل عيبونه ليري کوو کېداى سي چي داسي فکر د ډېرو کمو کسانو سره وي نو دا ډول عمل چي خپل عيبونه يې صرف نظر کړي وي او د بل دعيبونو فکر کوي په نتجه کي به د ده خبره هم وزن له لاسه ورکړي ، د خلکو په ذهنو او زړونو کي به د ده د خبرو اثر او برکت پاته نه سي بلکي يواځي به د ده اواز او نارې ورپا ته سي او بس ځکه الله جل جلاله په قران کريم کي فرمايي : اې ايمان لرونکو ! تاسي د خپل اصلاح فکر وکړئ .
که چيري د خپل ځان اصلاح وکړئ او د هدايت پر لاره ولاړسئ ، نو کوم خلک چي د ګمراهۍ وطرفته روان دي ، بد عملونه کوي د هغو بدوالى او ګمراهي به تاسو ته نقصان او تاوان ونه رسوي ، ځکه ستاسو بيرته تګ د الله جل جلاله وطرفته دئ او هرڅوک ، چي وي د خپل عمل جواب به الله جل جلاله ته وايي ، داسي نه ده چي بدعمل به بل څوک کوي او جواب به يې زما څخه غوښتل کېږي ، بلکه د هر چا څخه د خپل عمل سوال کېږي او د هغه جواب به ورکوي .
نو اول د خپل ځان د اصلاح فکر او د خپل عمل جاج اخستل ، چي په څو عيبونوکي مبتلايم او په کومو ، کومو غلطيوکي شکېل يم يو ضروري خبره ده او بيا د همدې غلطيو څخه د ځان پاکولو هڅه او کوښښ کول دا سي نه ، چي د بل د عيبونو او بدوالي تلاښ او فکر کوې او دا احساس کوئ ، چي خلک په غلطيوکي دي او خراب اعمال کوي .
په حديث شريف کي نبي عليه السلام فرمايي:
اذا قال الرجل هلک الناس فهو اهلکهم. (صحيح مسلم)
ژباړه : څه مهال چي يو سړى وايي: خلک تبا او برباد سول ( د خلکو اعمال ، عقايد ، عبادات او نور) نو دى تر ټولو تبا او بر باد سو .
که چيري هر څوک د خپل ځان په اصلاح کي فکر وکړي او دا په زړه کي ووايي چي زه به د الله جل جلاله په مخکي څه جواب ورکوم ، نو يقيناً په دغه صورت کي به هر څوک ترټولو وړاندي و خپلو ګنا هونو او بديو ته متوجه سوئ وي او په دې وخت کي به يې د نورو خلکو بدوالى د فکره څخه ووځي .
ماخذ: د تعلیم الاسلام مجلې د ۷ ګڼې څخه