لیکوال: مولوي اختر محمد جهيد
د طب د علم په هکله د نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه زيات شمېر آحاديث روايت سوي دي په خاص ډول بيا د وقايوي طب په هکله چي د طب د علم يو عمده برخه جوړوي او دا په بشپړ ډول يو طبعي امر دى ځکه مهم شى د ناروغۍ مخنيوى دى او دا تر دې ډېر آسانه دى چي يو انسان په يوه ناروغۍ اخته سي وروسته يې بيا علاج کوي، ځکه معالجه هم سخته هم مشکله او هم ډېر لګښت غواړي له همدې امله نبي کريم صلی الله علیه وسلم لومړى دې مسئلې ته ارزښت ورکړى دى او د خپل طبي لارښوونو عمده برخه يې پر وقايوي طب متمرکزه کړېده په هغه نوراني عصر کي چي کوم طبيبان ( ډاکټران) د بهر څخه راتلل، دوئ نسواى کولاى چي په مدينه منوره کي د ځان لپاره کار پيدا کړي او مهم دليل يې په دې برخه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د لارښوونو رعايتول او عملي کول و نبي کريم صلی الله علیه وسلم له يوه لوري د زړونو او نفسونو د ناروغيو د اصلاح دنده سرته رسول، له بله لوري د جسماني ناروغيو په علاج کي يې هم د يو ماهر طبيب نقش سرته رساوه او د هر ډول مادي او معنوي ناروغيو څخه د خپلو اطرافيانو د خوندي ساتلو لپاره يې يو لړ تدابير نيولي وه.
د (وبا) ناروغي د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په زمانه کي يوه خطرناکه او د کنټرول څخه وتلې ناروغي وه. لکه زموږ په زمانه کي چي د (ايډز) ناروغي ډېره خطرناکه او د کنټرول څخه وتلې ناروغي ده. صحابه کرام رضی الله عنهم د (وبا) د ناروغۍ په وړاندي ډېر حساس او محتاط وه، ځکه نبي کريم صلی الله علیه وسلم دوئ همېشه له دې ناروغۍ څخه وېرولي وه او د هغې په هکله يې معلومات ورکړي وه دې نوراني خلګو په خپل منځ او ښار کي پاکوالي او نظافت مراعاتوه، مګر کله، چي د نظامي حرکاتو سره د شام، سورې، حلب، او انطاکيې منطقو ته ولاړل د (وبا) د ناروغۍ سره مخامخ سول چي د هغې جملي څخه د (عمواس) منطقې د (وبا) ناروغۍ ته اشاره کولاى سو او د دې ناروغۍ په نتيجه کي بې شمېره وګړي مړه سوه د ا پېښه د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په ورځو کي رامنځ ته سوه.
حضرت عمر رضی الله عنه د فتحه سوو سيمو او پرمختګونو څخه د نژدې څخه کتنه کول ويې غوښتل چي عمواس ته هم ولاړ سي، مګر کله چي د وبا د خپرېدو څخه خبر سو د بيرته ګرځېدو تصميم يې ونيوى. عبيده بن جراح رضی الله عنه د ده په وړاندي ودرېدى او ويې ويل: اې عمره رضی الله عنه! د الهي تقدير څخه تښتې؟ حضرت عمر رضی الله عنه جواب ورکړ، بلي! د الهي تقدير څخه و الهي تقدير ته فرار کوم، دا هم د حضرت عمر رضی الله عنه يو غوښتنه وه مګر آيا دا يې سم کار وکړ؟ آيا دا غوره وه چي راوګرځي يا پاته سي؟ د حضرت عمر رضی الله عنه دغوښتني سم جواب د عبدالرحمان بن عوف رضی الله عنه سره موجود و، او هغه دا حديث رانقل کړ: إِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ بِأَرْضٍ فَلَا تَقْدَمُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا فِرَارًا مِنْهُ (بخاري)
ژباړه : که مو واورېدل ،چي په يو ځاى کي وبا خپره ده نو هلته مه ورځى او که په هغه ځاى کي چي تاسو ياست دا مرض ښکاره سو د تيښتي په قصد د هغه ځاى څخه مه وځى.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم څوارلس پېړۍ مخکي په طبي اړخ کي ډېري دا ډول توصيې او لارښووني کړي دي کوم چي د نننى زمانې طب د پرمخ تللو وسايلو او عميقو څېړونو څخه وروسته هغه کشف کوي. په يوه حديث شريف کي ،چي ترمذي او ابو داود يې روايت کړى دئ نبي کريم صلی الله علیه وسلم داسي فرمايلي دي:
(برکة الطعام الوضوء قبله والوضوء بعده)
ژباړه: د غذا برکت تر خوړو مخکي او وروسته په لاس پريوللو کي دى.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم په دې بيان سره د نظافت لپاره يوه قاعده او اساس ايښى دى، که داسي نه وي موږ په خپل عقل سره نسواى کولاى هغه درک کړو په خاص ډول د هغه وخت انسان هيڅ نه پوهېده چي ښايي تر يو نوک لاندي په ملينونو ميکروبونه موجود وي، هغه وخت خو پرېږده، نن ورځ لږ علمي کسان په دې مسئله پوهيږي، د نورو قواعدو له جملې څخه چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم د نظافت په هکله موږ ته راښودلي دي، د خوب څخه د راپورته کېدو په وخت کي د لاسونو د پريوللو لازم والى دئ. مخکي تر دې چي په يوه لوښي کي مو لاس داخل کړى وي، ځکه انسان نه پوهيږي چي د خوب په وخت کي د ده لاس چيري تللى دئ؟ (بخاري وضوء )په دې ډول نبي کريم صلی الله علیه وسلم په خاص ډول د لاسونو و پاکوالي ته زيات ارزښت ورکړى دئ او په څو څو ځايونو کي يې د هغوئ د پاکوالي لارښودنه کړې ده.
نن ورځ حکماء او پوهان توانيدلي دي چي په دې مسئله سره خپل ځانونه پوه کړي او نورو ته يې وروښيي. کله چي انسان وېده وي لاس يې چپه او راسته لورته حرکت کوي او پرته له دې چي دى پوه سي لاس يې په ميکروبونو ککړېږي، اوس که چېري دى تر پرېوللو مخکي لاس خولې ته يوسي نو څومره ميکروبونه به تير کړي. آيا هغه وخت د مایکروسکوپ، شعاع او لابراتوار موجود و چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم د هغه څخه استفاده کړې وي هغه ميکروبونه يې پېژندلي وي چي د انسان لاس چټلوي او د هغه په هکله دي خپل اُمت خبر کړى وي؟ نه خير د دغو خبرو څخه يوه خبره هم وجود نه لري مګر د دې ټولو شاته يو حقيقت موجود و، او هغه هم د يو ذات موجوديت و، چي دا حقايق يې د وحو په طريقه وروښودل. بلې! نبي کريم صلی الله علیه وسلم هر شى د هغه ستر الهي ذات په ښودنه پېژندلى او فهمولي دي او ده هم د دغو شيانو ښودنه خپل اُمت ته کړېده. له همدې امله د ده په خبرو کي يو ذره خطا او د واقعيت څخه خلاف کوم څه په هيڅ ډول نسته.
ماخذ: نور جاودان
----------------------------------------
سرچینه: تعلیم الاسلام مجله، ۳ ګڼه