مغيره رضي الله عنه وايې: نبي کريم صلی الله علیه وسلم به د شپې لمونځونه کول، تر داسي اندازې چي د ډيرو درېدولو څخه يې دواړې مبارکي پښې وپړسېدلې. يو چا ورته وویل چي تاسو ولي (دومره ډېر عبادت) کوی، په داسي حال کي چي الله جل جلا له ستاسو ټول مخکني او وروستني ګناهونه در بخښلي دي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: نو ايا زه (ددې په بدله کي) يو شکر اداء کونکی بنده جوړ نه سم؟ متفق عليه