تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د طلاق عده
 
  May 9, 2013
  0
را واده سوي ښځي ته که رجعي طلاق یا بائن طلاق ورکول سي یا د طلاق څخه پرته د کومی بلي وجهي لکبله يې تر منځ د نکاح اړیکي ختمي سي دا ښځه به د طلاق عده تېروي .

د طلاق عده د ځینو ښځو دا په درو حيضونو سره پای ته رسیږي او د ځینو دا بیا د درو میاشتو په تېرېدلو پای ته رسیږي او د ځینو دا بیا د اولاد په زېږدوني پای ته رسیږي .

که د ښځي اولاد په نس وي او د حمل په مده کي طلاق ورکول سي نو دا ښځه د وفات د عدې په شان د اولاد د زیږوني تر مهاله په عده کي ده ، څه مهال چي اولاد یې وزیږي نو د لنګون سره جوخت یې عده هم وپای ته رسیږي .

حامله ښځه که د طلاق ورکولو څخه وروسته فقط یو ساعت وروسته لا هم لنګه سي بیا یې هم عده پای ته رسیږي او د بل سړي سره نکاح تړلای سي او که لنګون یې اته او نهه میاشتي و ځندیږي بیا يې عده د لنګون تر وخته اوږدیږي . 

کومو ښځو ته چي د وړکتوب یا بوډاتوب لکبله حیض یعني میاشتنۍ ناروغي نه پیښیږي د هغوی د طلاق عده درې میاشتي ده ، د طلاق ورکول کېدلو څخه وروسته چي درې میاشتي پر تېري سي نو عده یې پای ته رسیږي .

هغه ښځي چي میاشتنۍ ناروغۍ ورته پیښیږي او اولاد یې په نس نه وي که طلاق ورکول سي نو د هغوی عده د درو حیضونو په تېرېدلو وپای ته رسیږي .

د یادوني وړ ده چي هغه ښځه چي فاسده نکاح ورسره تړل سوې وي ، یا په تېروتنه او اشتباه کي جماع ورسره سوې وي د هغي د بېلتون او وفات عده فقط یو حیض دی او د یوې میاشتنۍ ناروغي په تېرېدلو يې عده پای ته رسیږي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته