تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د قهر او د غضب علاج راته وښیاست
 
  March 26, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۵۷۴)

نوم: محمدعارف

د اوسېدو ځای: ننګرهار 

سوال : زه ډېر ژر په قهر او غوسه کېږم ، نو که تاسو وماته کوم اذکار راوښياست مهرباني به مو ، چي زه هغه عملی کړم؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

 د قهر او غضب اور په استعاذه يعني د اعوذ بالله من الشیطان الرجیم په ويلو سره او دغه ډول د اوداسه په تازه کولو سره مړ کيږي. او بل دا چي سړى خپل حالت ته بدلون ورکړي، که ولاړ  وي کښيني، او که ناست وي څنګ ووهي او يا ددې برعکس حالت ته بدلون ورکړي .

 جواب : مولوي عبداالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان




ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ. سورت الْأَعراف: ايت، ٢٠٠

(۲): عَنْ عَطِيَّةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: إِنَّ الْغَضَبَ مِنَ الشَّيْطَانِ وَإِنَّ الشَّيْطَانَ خُلِقَ مِنَ النَّارِ وَإِنَّمَا یطْفَأُ النَّارُ بِالْمَاءِ فَإِذَا غَضِبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَتَوَضَّأْ. رواه ابو داود .

(۳): انْ أَبِى ذَرٍّ قَالَ إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ لَنَا: إِذَا غَضِبَ أَحَدُكُمْ وَهُوَ قَائِمٌ فَلْيَجْلِسْ فَإِنْ ذَهَبَ عَنْهُ الْغَضَبُ وَإِلاَّ فَلْيَضْطَجِعْ . رواه احمد والترمذي، مشکاة باب الغضب والکبر
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته