ليکوال: نصير احمد "نصيري"
دا ښکاره خبره ده، چي عربي ژبه د اسلام او اسلامي احکامو د زده کړي او پوهي لپاره د مهمو وسيلو څخه ده. کله چي د اسلام زريني وړانګي وځلېدې، نو په عربي ژبه د مسلمانانو ستر قانون (قرآ ن کريم) نازل سو. الله جل جلاله فرمايي:
﴿إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴾ ﴿سورة: يوسف، آية: ٢﴾
ژباړه: موږ قرآن په عربي ژبه نازل کړی دی؛ تر څو تاسي په پوه سی.
دا چي په قرآن کريم او په اسلام باندي بشپړ پوهېدل د مسلمانانو د لومړنيو اهدافو څخه دي او مسلمانان هم تر هر څه مخکي د اسلام په مبارک دين پوهېدلو ته زياته اړتيا لري، قرآن کريم هم په همدې موخه پر رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل سوی دی؛ چي مؤمنان په وپوهېږي او عمل په وکړي. مؤمنان تر هغه وخته پوري د قرآن عظيم الشان د برکتونو څخه نه سي برخمن کېدلاى؛ تر څو د الله جل جلاله د سپېڅلي کلام د پوهېدلو، زده کولو او عملي کولو هڅه و نه کړي او جوته نه کړي، چي الله جل جلاله څه لارښووني راته کړي دي.
که چېري مسلمانان د الله جل جلاله د سپېڅلي کلام په معنى وپوهېږي، يو خو به يې د الله جل جلاله د عظيم کلام سره رابطه زياته سوې وي او بل به يې زيات برکتونه په برخه سوي وي. په حقيقت کي په قرآن کريم پوهېدل ستره کاميابي او د الله جل جلاله اطاعت اوفرمانبرداري ده. د دغه ستر هدف لپاره د عربي ژبي زده کړه اړينه ده.
هغه شخص به څومره نېکبخته وي، چي د لمانځه او د قرآن کريم په معنا پوهېږي؛ خو زموږ لپاره به داڅومره بدمرغي وي، چي لمونځ کوو، خو په معنا يې نه پوهېږو. د بېلګي په ډول: د پنځه وخته لمونځونو په هر رکعت کي وايو، چي ((إِيَّاكَ نَعْبُدُ)) ( خاص تاته عبادت کوو) ((وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ)) (او خاص ستا څخه مرسته اوکومک غواړو)، خو د الله جل جلاله سره د دې وعدې سربېره بيا هم يو شمېرکسان غير مسلمو اشخاصو ته، چي هغوی عملاً د مسلمانانوسره په جګړه کي ښکېل وي، د مرستي لاسونه ور اوږدوي. يا دا چي د لمانځه په هر رکعت کي د الله جل جلاله څخه د هدايت، بدو او ناوړو کارونو څخه د ځان ساتلو غوښتنه کوو او وايو، چي ((غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ)) (نه لار د هغو بدو کسانو، چي غضب باندي کړل سوی دی)، چي يهود دي، ((وَلاَ الضَّآلِّينَ)) (او نه لار د هغو بدو کسانو، چي ګمراهان دي) او هغه نصارا دي؛ خو له دې وروسته مو بيرته اعلان او سياست دا وي، چي دوی زموږ دوستان دي؛ موږ له دوی سره يو او دوی زموږ سره دي. يا دا چي يو شخص قرآن کريم لولي، خو د ژوندانه په حالاتو کي يې کوم تغيير، بدلون او نېکي رامنځ ته نسي؛ نه يې په زړه کي کومه څپه راپورته سي او نه يې د سترګو څخه د خوښۍ او وېري اوښکي راسي.
دلته د دې ټولو ستونزو لومړنى لامل په عربي ژبه نه پوهېدل په ګوته کولاى سواو ورپسې عمل نه په کول يادولاى سو؛ چي هغه بېله موضوع ده. مسلمان بايد لومړى د اسلام په احکامو پوه وي او بيا عمل پهوکړي. څنګه چي اسلام او د اسلام احکام د قرآن کريم او احاديثو څخه سرچينه اخلي او هغه په عربي ژبه دي، نو ويلاى سو، چي دا عربي ژبه ده چي د قرآن مجيداو نبوي ارشاداتو د فهم له پاره بنسټيز ارزښت لري.
درنولوستونکو! راسئ، چي دا سپېڅلې او پرتمينه ژبه زده کړو او په دې توګه به د قرآن کريم او نبوي احاديثو پوهه راته اسانه سي او د هغوی لارښووني به د ژوند مشال وګرځوو؛ که نه خداى جل جلاله مه کړه زموږ ژوند به بې موخي تباه او برباد وي.
د عربي ژبي له منځه وړلو له پاره د غربي ښکېلاک هڅه:
دا چي ښکېلاک د وخت په هر پړاو کي د اسلام د سپېڅلي دين او اسلام د تباهۍ او له منځه وړلو له پاره زيار کاږي او چي هر کله يې د ښکېلولو له پاره ډول-ډول شيطاني دامونه غوړولي وي، د ښکېلاک د دغو شومو اهدافو له جملې څخه يو هم د عربي ژبي له منځه وړل دي. ښکېلاک ګر تل هڅه کوي، چي د اسلامي امت او عربي ژبي تر منځ واټن رامنځته کړي؛ خو د عربي ژبي د له منځه وړلو څخه يې د عربي ژبي د ليک له منځ وړل نه، بلکي اصلي موخه يې د مسلمانانو اړيکي له قرآن سره شلول دي. ښکېلاک هم دې موخي ته د رسېدو له پاره هڅه کوي، چي مسلمانان دعربي ژبي په نه زده کولو سره د خپل سپېڅلي دين له حقيقي روح څخه بېګانه کړي.
څرنګه چي د اسلام مقدس دين د قرآن کريم، نبوي سنتو او اسلامي فقهي څخه سرچينه اخلي، دغه ټول په سپېڅلې عربي ژبه دي او کله چي مسلمانان په عربي ژبه پوه نه سي، نو د قرآن کريم او نبوي لارښوونو او ارشاداتو څخه به څنګه ځان خبر کړي؟! له قرآن کريم او نبوي احاديثو څخه يو ناخبره مسلمان به څنګه قرآن، نبوي احاديثو او د هغوی امرونو ته ژمن واوسي؟ څنګه به د هغوی لارښووني د ژوند تګلاره وګرځوي؟ په داسي يو حالت کي به مسلمانانو ډېر څه له لاسه ورکړي وي او دلته به نو خداى جل جلاله مه کړه، د هغه فرانسوي واکمن ارمان پوره سوی وي، چي پر الجزاير باندي د فرانسې د ښکېلاک د سلمي کليزي د لمانځلو په مراسموکي يې وويل:
((بايد عربي قران د دوی له وجود څخه ايسته کړو او عربي ژبه د دوی له ستوني څخه وباسو؛ تر څو پر دوی بريالي سو.))
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه
-------------