تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۸۰)
نوم: جاوید
سوال : که چا د خپلی ښځی سره د شا په طرف کی جماع کړی وی، د اسلام د نظره څه حکم لری؟ څه باید وشی تر څو پاک شی ، یعنی البته بدون د توبی اوښکلو نه نور څه هم شته چی ادا یی کړی او کنه ؟ لکه د قسم کفاره داسی شته او کنه؟
جواب : دا کړنه ډېره لویه ګناه ده! د ګناه څخه د ځان پاکولو یواځنۍ لار توبه ده چي په صحیح معنی توبه وکړي.
قال رسول الله صلى الله عليه و سلم لا ينظر الله إلى رجل أتى رجل أو امرأة في الدبر. (۱)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي چي د قیامت په ورځ الله تعالی هغه سړي ته نه ګوري چي دی و ښځي یا و نر ته په دبره کي راتګ کوي.
جواب: مولوي عبدالسلام
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(رواه الترمذي: ج ۴، ص ۳۹۲)
یادونه: په دې اړه یو حدیث شریف او دوې نوري فتواوي هم کتلای سی: