د خلاصون لار
ژباړه: اصیل زارع
د دې خبري شاهدي ورکول چي د الله تعالی څخه پرته بل هيڅ د عبادت وړ معبود نسته او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د هغه بنده او رسول دی.
د دې خبري اقرار کول چي د الله تعالی څخه اضافه بل هيڅ حقيقي معبود نسته، دا کلمه د الله تعالی د الوهيت څخه په یقیني توګه انکار کوي، او صرف الله تعالی لپاره د واحد عبادت کول ثابت کوي.
الله تعالی فرمائي:
دا ددې لپاره چي یوازي الله حق دى او هغه ټول چي دوی يې د الله څخه پرته بولي ، باطل دي. او یوازي الله لوړ او لوى دى.[سُوۡرَةُ الحَجّ : ۶۲]
په بل ځای کي بيا الله تعالی فرمائي:
او څوك چي له خداى سره كوم بل معبود وبولي، چي د هغه لپاره ورسره څه دليل نه وي، نو د کس هغه حساب د هغه له رب سره دى. دغسي كافران هیڅكله نسي ژغورل كېداى.[سُوۡرَةُ المؤمنون : ۱۱۷]
دا عظيمه کليمه ویونکو ته هيڅ فائده نسي رسولای او نه هم هغوی د اسلام په دايره کي شامل کولای سي، تر هغو چي د دې کليمې ويونکي د دې کليمو په معنا، مقصد او مفهوم ځان خبر نکړي. ځکه د منافقينو په وخت کي داسي ډېر منافقين وه چي دا کليمه به يې ويل خو بيا به هم د الله تعالی د عذاب په چپلاخه ووهل سول.
کليمه توحيد(لااله الا الله) اته شرطونه لري.
۱-علم: یعني د دې کليمو په معنا پوهېدل د جهالت څخه د انسان نفي کوي.
۲-يقين: يقين د شک منافي دی. د دې کليمې ويونکي لپاره ضروري ده، چي پر دې خبري هم يقين او باور وکړي چي الله تعالی سبحانه و تعالی حقيقي معبود دی.
۳-اخلاص: يعنی بنده خپل ټوله عبادتونه د خپل رب لپاره خالص کړي.
۴-صدق: د درواغو منافی دی. د دې کليمې اقرار کوونکو لپاره ضروري دی، چي دا کليمه په ژبه او د زړه په ژبه ومني. (يعنی څه چي په زړه کي دي هغه بايد اظهار سي)
۵–محبت:يعنی د الله تعالی سره بايد محبت ولري. ځکه که چيري په زړه کي محبت نه وي، نو هغه کافر دی.
۶–انقياد:صرف د الله تعالی واحد ذات عبادت کول او د هغه د راستول سوي شريعت تابع داري کول او د هغه د حقيقي حقانيت معتقد کېدل.
۷–قبول:کليمه توحيد د الله تعالی پر واحد ذات او د هغه څخه د نورو معبودانو د نفي کولو پر معنا صدق کوي.
۸–بايد هغه کس د الله تعالی څخه پرته د بل هيڅ کس عبادت ونکړي او د الله تعالی لاري ته يو بلونکی سي.
انكار وکړي، نو هغه دي په دې پوه وي چي الله له ټولو نړیوالو څخه بې نيازه دى.[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : ۹۷]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه