تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مومنانو مور:حضرت خدیجه رضي الله عنها
 
  July 2, 2017
  0

 لیکنه: عبدالبصیر صمیمی

د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  لمړۍ ميرمن :

د اسلامي تاريخ پوهانو پر دې اتفاق دئ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لمړۍ ميرمن  حضرت خديجه الله جل جلاله وه چي پلار يې خویلد بن اسد بن عبدالعزی بن قصی ‌بن کلاب بن مره نوميدئ اوموريې فاطمه د زائدة لور وه  ، حضرت خديجة  رضي الله عنها  د هجرت څخه ۶۸ کاله مخکي په مکه مکرمه کي زيږيدلي وه  او د جاهليت په وخت کي يې نوم طاهره وه  اود لوړ نسب لرونکي ښځه وه، دوه ځله کونډه سوې  ده چي لمړی  خاونديې أبو هالة  زرارة التميمي وو، چي د هغه څخه يې دوه اولادونه د هند او هاله په نومونودرلودل او د اسلام تر ظهور وروسته مسلمانان سول ، دوهم خاوند يې عتيق بن عابديا عائذ بن عبد الله بن عمر بن مخزوم ،نوميدئ  چي د هغه څخه يې هم د هند پنامه لور درلوده چي هغه هم  د اسلام تر ظهور وروسته په اسلام مشرفه سوه . 

حضرت خديجة  رضي الله عنها  د مکې مکرمې او شا وخوا سيمو د ډيرو شتمنوسوداګرو څخه وه ، او د مکې مکرمې معتمدو کسانو ته به يې د اجورې يا مضاربت په ډول خپل مالونه ورکول ، د هجرت څخه تقريباً ۲۸ کاله مخکي يې د امانتداري او صداقت په اساس رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلي قافلې سره  د شام اړوند د هغه وخت تجارتي مرکز بصری  ته وليږئ اوخپل مريی ميسره يې هم ورسره ملګری کړئ کله چي  بيرته راغلل نو ميسره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د صداقت او امانتدارۍ داسي اطمينان ورکړئ چي خديجې  رضي الله عنها  د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه د نکاح کولوغوښتنه وکړه، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  چي پلار نه درلودئ نو د اکاګانو سره يې مشوره وکړه ، اکا يې حضرت حمزه رضي الله عنه  ورسره ولاړئ او د حضرت خدېجې  رضي الله عنها  پلار خويلد بن اسد ته په مرکه ورغلل هغه هم حضرت خديجة  رضي الله عنها  رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د ۲۰ اوښانو د مهر په مقابل کي په نکاح ورکړه ، پدغه وخت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمر ۲۵ کاله او د خدېجې  رضي الله عنها  عمر څلويښت کاله وو چي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  پنځلس کاله مشره وه ،  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې تقريباً ۲۵ کاله  داسي تير کړي دي چي هر وخت به يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  حمايت کاوه حتی کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په پیغمبرۍ مبعوث سو لمړنۍ مسلمانه هم حضرت خديجة  رضي الله عنها  ده چي بېله کوم اعتراضه او شکه يې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  ايمان راوړئ او د اول مسلمان افتخار يې کسب کړئ او هم به يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دا ډاډ ورکاوه چي ته د قوم هغه څوک يې چي ددوی په غم ځان شريک ګڼي هيڅکله به دوی تاته مشکل ايجاد نکړای سي. رسول الله صلی الله علیه وسلم  زيات ورڅخه خوشحال وو حضرت عائشه  رضي الله عنها  فرمايې چي هروخت به نبي  صلی الله علیه وسلم   دحضرت خديجې  رضي الله عنها  زياته ستاينه کول .

د خديجې  رضي الله عنها  څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اولادونه :
 
د ابراهيم څخه پرته د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ټول اولادونه د حضرت خديجې  رضي الله عنها  څخه وو چي زامن يې قاسم او عبدالله (طاهر يا طيب)  نوميدل  چي د اسلام څخه مخکي وفات سوي وواو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  کنيه نوم ابوالقاسم هم قاسم ته منسوب دئ او لوڼي يې رقية  رضي الله عنها ، زينب  رضي الله عنها ، أم كلثوم  رضي الله عنها او فاطمة رضي الله عنها  وي چي ټولي په اسلام مشرفي سوي دي او هم يې د هجرت وياړ په نصيب سوی دئ .

د نبوت پر لسم کال چي د هجرت څخه ۳ کاله مخکي زمانه وه  دروژې په مياشت کي په مکه معظمه کي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د طائف تر سفر ، دمعراج تر واقعې او د لمونځونو تر فرضيت مخکي وفات سوه  او په جنت معلا کي خاورو ته وسپارل سوه چي دغه کال په عام الحزن سره مشهور دئ ځکه  رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډيري پريشانۍ پکښي برداشت کړي دي او ددې مبارکي تر مرګه پوري رسول الله  صلی الله علیه وسلم  بله نکاح نده کړي .... نوربيا 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته