سوال: په کيمياوي کود(انبارو سره) کالي مرداريږي اوکه نه؟
د سوال کونکي نوم:عبدالله
ځواب: کیمیاوي کود که څه هم د مردارو اوبو څخه جوړېږي بیا هم پاک دی ځکه یوه مرداره او نجسه ماده که پخپله یا د کیمیاوي موادو په ذریعه بلکل په بله ماده بدله سي او په حقیقت کي یې بدلون راسي نو هغه بیا پاک ګڼل کېږي .په دررالحکام شرح غررالاحکام وایي : ( لَا رَمَادَ قَذَرٍ وَلَا مِلْحٍ كَانَ حِمَارًا ) فَإِنَّهُمَا لَيْسَا بِنَجِسَيْنِ لِتَبَدُّلِ الْحَقِيقَةِ فِيهِمَا فَإِنَّ الْأَعْيَانَ تَطْهُرُبِالِاسْتِحَالَةِ كَالْمَيْتَةِ إذَا صَارَتْ مِلْحًا ، وَالْعَذِرَةِ إذَا صَارَتْ تُرَابًا ، وَالْخَمْرِ خَلًّا وَنَحْوِ ذَلِكَ . ژباړه: د مرداریو ایره او د خره څخه جوړه سوې مالګه دا ډول نه ده ځکه د انسان مرداري چي وسوځل سي ایره سي .او خر چي د مالګي په تالاب کي ولویږي په مالګه بدل سي نجس نه دي ځکه، چي د دواړو په حقیقت کي بدلون راغلی او شیان په استحالة یعني د یو شي حقیقت او ذات ،چي په بل شي بدل سي پاک کېږي لکه مردار حیوان ،چي په مالګه بدل سي او غایطه مواد خاوري سي او شراب سرکه وګرځي او دې ته ورته نور شیان . یوه ماده په بله ماده بدلېدلو ته استحالة وایي لکه غوښه، چي په خاورو بدله سي د همدې مسئلي اړوند ابن التیمیه رحمة الله عليه د ائمه کرامو ویناوي داسي رانقل کړي دي :
مَسْأَلَة الِاسْتِحَالَةِ " وَفِيهَا نِزَاعٌ مَشْهُورٌ فَفِي مَذْهَبِ مَالِكٍ وَأَحْمَد قَوْلَانِ وَمَذْهَبُ أَبِي حَنِيفَةَ وَأَهْلِ الظَّاهِرِ أَنَّهَا تَطْهُرُ بِالِاسْتِحَالَةِ وَمَذْهَبُ الشَّافِعِيِّ لَا تَطْهُرُ بِالِاسْتِحَالَةِ . وَقَوْلُ الْقَائِلِ : إنَّهَا تَطْهُرُ بِالِاسْتِحَالَةِ أَصَحُّ فَإِنَّ النَّجَاسَةَ إذَا صَارَتْ مِلْحًا أَوْ رَمَادًا فَقَدْ تَبَدَّلَتْ الْحَقِيقَةُ وَتَبَدَّلَ الِاسْمُ وَالصِّفَةُ فَالنُّصُوصُ الْمُتَنَاوِلَةُ لِتَحْرِيمِ الْمَيْتَةِ وَالدَّمِ وَلَحْمِ الْخِنْزِيرِ لَا تَتَنَاوَلُ الْمِلْحَ وَالرَّمَادَ وَالتُّرَابَ لَا لَفْظًا وَلَا مَعْنًى وَالْمَعْنَى الَّذِي لِأَجْلِهِ كَانَتْ تِلْكَ الْأَعْيَانُ خَبِيثَةً مَعْدُومٌ فِي هَذِهِ الْأَعْيَانِ فَلَا وَجْهَ لِلْقَوْلِ بِأَنَّهَا خَبِيثَةٌ نَجِسَةٌ . ژباړه :د استحالې مسئله : په دې مسئله کي نزاع مشهوره ده د امام مالک او امام احمد رحمهما الله په مذهب کي دوه قوله دي. یو قول یې دا دئ، چي نجس شی په استحاله نه پاک کېږي. او بل قول یي دا دئ ،چي پاک کېږي ، او د ابوحنیفة رحمة الله عليه مذهب او د اهل الظاهرو په آند نجس شی په استحاله پاک کېږي او د شافعي رحمة الله عليه په مذهب نجس شی په استحاله نه پاک کېږي،خو د هغو کسانو وینا چي نجس شی په استحاله پاکېږي اصح یعنی تر هغو نورو قولونو صحیح قول دی ځکه یو نجس شی چي مالګه یا ایره سي نو د هغه حقیقت بدل سو نوم او صفت یی بدل سو نو کوم ایتونه،چي د وینو، مردار حیوان او د خنزیر حرمت ثابتوي د هغو ایتونو په حرمت کي مالګه ، ایره او خاوره نه د لفظ او نه د معنا له مخي راځي او د کومي وجهي لکبله چي وینه ، مردار حیوان او خنزیر خبیث ګڼل سوي دي د هغوئ د خباثت او نجاست وجه په خاورو ،ایرو او مالګه کي نسته نو هیڅ وجه نسته چي دا شیان نجس وبلل سي.
فتاوی هندیه کي وایي : جُعِلَ الدُّهْنُ النَّجِسُ فِي الصَّابُونِ يُفْتَى بِطَهَارَتِهِ ؛ لِأَنَّهُ تَغَيَّرَ كَذَا فِي الزَّاهِدِيِّ . ژباړه : مرداره چربي، چي د صابون سره ګډه کړل سي یعني صابون وګرځي د هغه د پاکۍ فتوای ورکول کیږي ځکه چي دا مرداره چربي په بل جنس او حقیقت بدله سوه . همدا راز وایي : الْحِمَارُ أَوْ الْخِنْزِيرُ إذَا وَقَعَ فِي الْمَمْلَحَةِ فَصَارَ مِلْحًا أَوْ بِئْرِ الْبَالُوعَةِ إذَا صَارَ طِينًا يَطْهُرُ عِنْدَهُمَا خِلَافًا لِأَبِي يُوسُفَ رَحِمَهُ اللَّهُ . كَذَا فِي مُحِيطِ السَّرَخْسِيِّ.ژباړه: خر او خنزیر که د مالګي جوړوني په کډي کي ولوېږي او بیا مالګه سي او یا په مردار څاه ( ګډر ) کي ولوېږي او خټه یعني خاوره وګرځي د ابوحنیفة او امام محمد رحمهما الله په آند پاک کېږي البته ابویوسف رحمة الله عليه یې پاک نه ګڼي .
خو دا هم باید په پام کي ولرو ،چي دوه مردار شیان چي سره ګډ سي او یو د هغه بل په جنس او حقیقت بدل سي نو هغه شی چي په حقیقت کي یې بدلون راغلی دئ هغه که څه هم بل حکم پیدا کوي خو دا بل محلول یې پر خپل مخکني حالت پاته دی ځکه په حقیقت کي یې بدلون نه دی راغلی. داجز ئيه په فتوی هندیه کي داسي بیان سوی ده الْخَلُّ النَّجِسُ إذَا صُبَّ فِي خَمْرٍ فَصَارَ خَلًّا يَكُونُ نَجِسًا ؛ لِأَنَّ النَّجِسَ لَمْ يَتَغَيَّرْ . (كَذَا فِي فَتَاوَى قَاضِي خَانْ .)ژباړه: مرداره سرکه ،چي په شرابو ګډه سي او شراب په سرکه بدل سي همهاغسي نجس پاته کیږي ځکه د مرداري سرکې په حقیقت کي بدلون نه دی راغلی . نو لکه څنګه چي مردار او نجس حيوان مالګه ، خاوره یا ایره سي او یا یی وازګه او غوښه په صابون بدله سي هغه خاوره ، ایره او صابون پاک بلل کيږي او ګټه ځيني اخیستل کېدلای سي همدا ډول کيمياوي کود که څه هم د مردارو اوبو څخه جوړيږي پاک بلل کېږي ځکه په حقيقت کي يې بدلون راځي او په بشپړ ډول په بله ماده او حقیقت بدليږي .
د تعلیم الاسلام مجلې د دريمي ګڼې څخه