تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۳۸۷)
نوم : اجمل
د اوسيدو ځای : کندهار
سوال : که د یو انجلی بلار مړ شوی یی ا و سرپرستی یی د مشر ورور بلاس کښی وی او ورور یی نشه یی یا بدکاره وی زموږ په جامعه کښی خلګ ودی انجلی ته د واده د مرکی لپاره نه ورځی وایی د دی ورور یا پلار یا اک غلت سړی دی په دی موضوع کی د دی انجلی څه کناه ده چی دی ته هم د پلار یا ورور په سترګو کتل کیږی که په موضوع معلومات راګړی
جواب :
حامداً و مصلیاً
د خلګو عرف او رواج دا دی چي دوی د انجلۍ مور او پلار او خاندان ته ګوري، د انجلۍ عفت او دیندارۍ ته نه ګوري خو د شریعت حکم بیا د دې برعکس دی، هغه وايي چي ته ښځه غواړې نو دینداره ښځه وغواړه(۱).
او هلک چي د خپلي لور او خور لپاره خو ښه وي هم یې دین او (ديني ) اخلاقو ته ګوره . (۲)
جواب : مولوی عبدالهادي اغا
الجواب صحیح : مولوی سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــ
(۱): وعن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " تنكح المرأة لأربع : لمالها ولحسبها ولجمالها ولدينها فاظفر بذات الدين تربت يداك ". مشکوة ، کتاب النکاح ، الفصل الاول
(۲): قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " إذا خطب إليكم من ترضون دينه وخلقه فزوجوه إن لا تفعلوه تكن فتنة في الأرض وفساد عريض ". مشکوة ، کتاب النکاح ، الفصل ثاني
(۳): و کذا فی اپ کي مسایل اور ان کا حل، ج۶، ص۶۷