تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٣۶٠)
نوم: عبدالغفار نوري
سوال : که ديو چا څخه سرسايه هيره سي هغه سرسايه به خيرات کوي او که داختر دلمانځه وروسته به يې ورکوي ؟
جواب :
حامدا و مصليا
د سرسايي د ورکولو ښه او افضل وخت (١) دا دى چي و عيدګاه ته یې د تګ تر مخه ورکړي او که تر اختر د مخه يې ورکړي هم صحيح ده او که يې ور نه کړي دده پر ذمه پاته ده، هر وخت چي يې ورکړي سرسايه ده خيرات نه دى .
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَإِنْ قَدَّمُوهَا عَلَى يَوْمِ الْفِطْرِ جَازَ، وَلَا تَفْضِيلَ بَيْنَ مُدَّةٍ ، وَمُدَّةٍ وَالْمُسْتَحَبُّ لِلنَّاسِ أَنْ يُخْرِجُوا الْفِطْرَةَ بَعْدَ طُلُوعِ الْفَجْرِ يَوْمَ الْفِطْرِ قَبْلَ الْخُرُوجِ إلَى الْمُصَلَّى وَأَمَّا وَقْتُ أَدَائِهَا فَجَمِيعُ الْعُمُرِ عِنْدَ عَامَّةِ مَشَايِخِنَا. الفتاوی الهندیة ج۱ ،ص۱۹۲ .
(۲) ادائها قبل صلوة افضل ولاتسقط بتاخير الاداء وان افتقر لانها متعلقة بالذمة دون المال. الفتاوی الخانية هامش هندية ج١ ، ص٢٣٢
(۳): وکذا في الهداية، ج١ ، ص١٩٣.