زما پلار د ډېر وخت راهيسي په ناروا (زناکارۍ) باندی اخته دئ کوښښ مي کړئ دئ ترڅو دده څخه دا ناروا عمل پاته کړم خو کامياب نه سوم اونه فکر کوم چي په دې کار کي دي کامياب سم ، نو دهمدې بدکارۍ په وجه مي هيڅ ښه نه ورڅخه راځي اوزياتره وخت نفرت ورڅخه کوم ، اوس زما سوال په دې ځای کي دئ چي ايا ددې نفرت په وجه چي زه يې صرف دده دبې لارۍ په خاطر ورڅخه کوم زه پکښي ګناهکار يم او که نه ، که ګناهکار يم نو ولی ؟ ځکه چي دغه نفرت خو زه دخدای جل جلاله په خاطر ورڅخه کوم.
د سوال کونکي نوم: نقيب الله
جواب : دا چي ستاسو په وينا ستاسو پلار د زنا په ناروا عمل اخته دئ او ته د دې ناوړه عمل لکبله د خپل پلار څخه نفرت او کرکه لرې نو په دې کرکه او نفرت درلودلو سره تاسو نه گنهکاره کېږي بلکي دا يو ښه صفت دئ ابو امامة رضي الله عنه وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : مَنْ أَحَبَّ لِلَّهِ وَأَبْغَضَ لِلَّهِ وَأَعْطَى لِلَّهِ وَمَنَعَ لِلَّهِ فَقَدِ اسْتَكْمَلَ الإِيمَانَ (ابوداود )
ژباړه : څوک چي د الله جل جلاله لکبله څوک خوښ لري او د الله جل جلاله لکبله د چا څخه کرکه کوي او د الله جل جلاله د پاره ورکړه کوي او د الله جل جلاله د پاره د ورکړي څخه منع کوي نو واقعا هغه خپل ايمان بشپړ او مکمل کړئ .
خو د دې سره سره به تاسو د خپل پلار سره صله رحمي کوئ ، د هغه د پلارتوب احترام به ساتئ او څونه ، چي وکولاى سئ توصيه به ورته کوئ ترڅو د دې ناوړه عمل څخه يې وژغورئ او که د پلار دا عمل مو په ښکاره ډول نه وي بلکي په پټه دا ناروا عمل کوي نو د هغه د اصلاح تر څنګ به د هغه پرده هم کوئ او نورو کسانو ته به يې نه رسوا کوئ .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : مَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ. (ابن ماجه )
ژباړه : څوک چي د مسلمان پرده وکړي الله جل جلاله به په دنيا او آخرت کي د هغه پرده وکړي.
د تعلیم الاسلام مجلې د ۷ ګڼې څخه- د دارالافتاء څانګه