تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا د هوټل و ودونو ته تلل حرام دي؟
 
  November 26, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۳۳۶)

نوم: بي بي نعمتي

د اوسېدو ځای: نیویارک

سوال : ایا د هوټل و ودونو ته تلل حرام دي؟

جواب : د واده ډوډۍ کول چي په عربي کي وليمة ورته وايي سنت طريقه ده او همدغه ډوډۍ ته ورتلل چي بلنه ورته سوي وي هم سنت طريقه ده، پرېښودل يې ښه نه دي. خصوصاً په هغه وخت کي چي په نه ورتګ سره  د واده والا خوا بديږي او يا يې عام دعوت او مېلمستيا کړي وي نو تخلف يې جائز نه دى ځکه  په ورتګ سره د هغه زړه خوشحاله کېږي او د مؤمن زړه خوشحاله کول هم زيات افضل عمل دى. 

د واده ډوډۍ که په هوټل کي وي او که بل ځاى وي همدغه يې حکم دى چي ذکر سو، دې ته ورتګ حرام بلل ښه خبره نه ده. البته د ډوډۍ په دغه مېلمستيا کي که لهو لعب وي، که يې منع کولاى سواى نو بيا ورتلل لا زيات ثواب لري. که يې نه سواى منع کولاى نو خپله ډوډۍ دي وخوري او ولاړ دي سي بيا هم ورتلل منع نه دى. 

البته هوټلونو ته صرف د لهولعب، رقص، فسق او فجور لپاره تلل بې له شکه ناروا دي، هغه که هوټل وي يا کوم  بل ځاى وي. د يادوني وړ ده چي کوم حکم چي د ډوډۍ په هکله ذکر سو دا صرف د واده د ډوډۍ دى، د نورو عامو ډوډيو حکم بیا څه جلا دى. همدارنګه دا حکم د عادي سړي لپاره دى د يو عالم او مقتدا لپاره جلا حکم دى.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): قال فى الهندية: من دعى الى وليمة فوجد ثمه لعبا او غناء  فلا باس ان يقعد و ياکل فان قدر على المنع يمنعهم وان لم يقدر يصبر و هذا اذا لم يکن مقتدى به. لا ينبغى التخلف عن اجابة الدعوة العامة کدعوة العروس والختان و نحوهما. وان علم المقتدى به بذالک قبل الدخول و هو محترم يعلم انه لودخل يترکون ذلک فعليه ان يدخل. و وليمة العرس سنة و فيها مثوبة عظيمة و اذا اتخذ ينبغى لهم ان يجيبوا فان لم  يفعلو اثمو. قال عليه السلام: من لم يجب الدعوة فقد عصى الله ورسوله. هذا کله فى فتاوى الهندية، المعروفة بفتاوى عالمجيرية ،جلد٥، ص ٣٤٣ مطبعة: رشېدية کویته. کذا فى البدائع ج٥، ص ١٢٨ بيروت.     
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته