تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سالم او فاسد نظامونو ځيني توپيرونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 27, 2020
  0

د سالم او فاسد نظامونو ځيني توپيرونه


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


۱ ـ سالم نظام ولس مړوي ځان وږی کوي خو فاسد نظام ځان مړوي ولس وږی کوي.


۲ ـ سالم نظام په خپل فوج او مأمورینو ولس ساتي خو فاسد نظام په ولس باندي خپل فوج او مأمورین ساتي. 


۳ ـ سالم نظام د ولس لپاره واکمن وي خو فاسد نظام پر ولس باندي واکمن وي.


۴ ـ سالم نظام شخصیتونه زېږوي خو فاسد نظام شخصیتونه وژني.


۵ ـ سالم نظام ته واک او چوکې نده مهمه بلکي خپلواکي، عزت او آبرو ورته مهم دي خو فاسد نظام ته واک او چوکې مهمه وي خپلواکي او عزت ورته هیڅ قیمت نه لري.


۶ ـ په سالم نظام کي تعلیم او تربیه دواړه وي خو په فاسد کي یا دواړه نسته او یاهم یو څه تعلیم وي خو تربیه پکښې نسته.


۷ ـ د سالم نظام ګټه هر چاته رسیږي خو د فاسد نظام ګټه د ګوتو په شمیر خلګو ته رسیږي.


۸ ـ سالم نظام قصدا هیچا ته تاوان نه رسوي خو فاسد نظام بیا هیچا ته قصدا ګټه نه رسوي.


۹ ـ په سالم نظام کي عدالت وده کوي خو په فاسد نظام کي خیانت وده کوي.


۱۰ ـ په سالم نظام کي د مجرم سره محاسبه کیږي خو په فاسد نظام کي د بې ګناه سره محاسبه کیږي.


۱۱ ـ په سالم نظام کي به زندانونه خالي وي ځکه مجرمین نسته چي بندیان یې کړي خو په فاسد نظام کي به زندانونه د بې ګناه انسانانو څخه ډک وي.


۱۲ ـ په سالم نظام کي به مجرم ته مجازات ورکول کیږي خو په فاسد نظام کي به مجرم ته جرأت ورکول کیږي او تقدیر به یې کیږي.


۱۳ ـ په سالم نظام کي به ښه خلګ هڅکه غاړه ګرځي او مجرمین به شرمیږي خو په فاسد نظام کي به مجرمین هڅکه غاړه ګرځي او ښه خلګ به ځان نسي ښکاره کولای.


۱۴ ـ په سالم نظام کي به قانون پر خلګو حاکم وي خو په فاسد نظام کي به خلګ پر قانون حاکم وي.


۱۵ ـ په سالم نظام کي به ضرورتونه پورته کیږي خو په فاسد نظام کي به ضرورتونه پیدا کیږي.


۱۶ ـ په سالم نظام کي به پوره انسانیت مطرح وي خو په فاسد نظام کي به نفسي حیوانیت مطرح وي.


 ماخذ: اسلامي  مقالي .

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته