تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کبیره ګناهونه (۱ برخه)
 
  November 24, 2011
  0

کبیره ګناهونه

لمړۍ برخه

رالېږونکی: عبدالله عارف

مفسیر القران مولانا مفتي محمد شفیع (رح) په خپل کتاب بې خونده ګناهونه کي وايې چي د عالمانو د یوې ډلي قول دا دی چي هر ګناه ګنايي کبیره ده ، هیڅ صغیره ګناه وجود نه لري ولي چي د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر مخالفت دی او د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخالفت چي څومره لږ وي هغه هم سخت دی او غټه ګناه ده، له دې امله دې ته کوچنی نه سي ویل کېدلای. بیا چي د صغیره او کبیره (کوچنی او لوی) کوم تقسیم دی هغه نسبتي دی، یعني ځني ګناوي د نورو په مقابل کي کوچنی دي.

خو د جمهورو علماؤ په اند ځني کبیره ګناهونه داسي دي چي کونکی يې فاسق او مردود الشهاده ګرځي او بعضي ګناهونه بیا داسي دي چي کونکی يې فاسق نه بلل کیږي او د هغه شهادت نه ردیږي.

د اور یوه سکروټه چي څومره ورانونکې وي، دغه ډول کوچنی سکروټه هم ورانونکې وي. که لړم وړوکی وي که غټ وي د انسان لپاره دواړه غم دی. امام رافعي (رح) فرمايې: کومي ګناه ته چي صغیر یا کوچنی ویل کیږی، دا تر هغه وخته صغیره ده چي تر څو دوام او همېشه والی پر ونه سي، څوک چي پر کوچنۍ ګناه همېشه توب وکړي هغه په کبیره بدلیږي.

لوی ګناهونه

۱: د الله جل جلاله سره شریک نیول
۲: بې ګناه قتل
۳: جادوګري کول
۴: لمونځ نه کول
۵: زکوة نه ورکول
۶: بېله عذره روژه نه نیول
۷: له وس سره سم حج نه کول
۸: د مور او پلار امر نه منل
۹: له خپلوانو سره ناوړه چلند کول
۱۰: د ښځي سره بدکاري (زنا) کول
۱۱: لواطت کول
۱۲: د سود خوړل
۱۳: په ظلم د یتیم مال خوړل
۱۴: په الله جل جلاله او رسول الله صلي الله علیه وسلم درواغ تړل
۱۵: د جهاد د میدان څخه تښتېدل
۱۶: پر اولس د چارواکو ظلم
۱۷: تکبر کول
۱۸: د درواغو شاهدي ورکول
۱۹: شراب څښل (او هم چرس څکول)
۲۰: قمار(خمار) کول
۲۱: پر پاک لمنو ښځو د زنا تهمت لګول
۲۲: د غنیمت په مال کي خیانت کول
۲۳: غلا کول
۲۴: لار وهل
۲۵: په درواغو قسم اخیستل
۲۶: ظلم کول
۲۷: د (ناجایزه) محصول اخیستل
۲۸: حرام خوړل
۲۹: ځان وژنه
۳۰: درواغ ویل
۳۱: غلطې فیصلې کول
۳۲: رشوت اخیستل
۳۳: له یو بل سره د ښځي او نارینه ورته والی (مشابهت)
۳۴: د مېرمني په زنا کولو نه خپه کېدل
۳۵: محلل او محلل له (۳ واره طلاقه ښځه حلالونکی او بیا په نکاح کونکی)
۳۶: د بولو د څاڅکو څخه ځان نه ساتل
۳۷: ریا کاري کول
۳۸: د دنیا لپاره دیني علم زده کول او پټول
۳۹: په امانت کي خیانت کول
۴۰: احسان اچول
۴۱: تقدیر درواغ ګڼل
۴۲: د نورو عيبونه پلټل
۴۳: شیطانت یا چغلي کول
۴۴: لعنت ویل
۴۵: وعده خلاقي کول
۴۶: د کاهن او نجومګر تصدیق کول
۴۷: د میړه امر نه منل
۴۸: پر مړه باندي بې اندازې ډیر فریاد او چغي کول...
۴۹: بغاوت او سرکښي کول
۵۰: پر کمزوز زیاتی کول

(نور بيا...)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته