تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بایبل ته ولي بایبل وايي؟
  تعلیم الاسلام
  March 14, 2016
  0

 

 لیکنه: عبدالغفار جبير

 
سرچينه: تعليم الاسلام ویب پاڼه
 
بايبل ته ولي بايبل وايي؟
 
ترهرڅه نه مخکي موږ د قرآن عزیز وړاندوینوته ځو چي الله جل جلاله دعیسایانواو یهودود مقدسوکتابونو په هکله وموږ ته بیان کړیدی، لوی څښتن تعالی جل جلاله و موږ ته په سپینو ټکوکي څرګندوي چي دا مقدس کتابونه (بایبل اوتالمود) دوی په خپلو لاسونو باندي لیکلي دي او بیا (عیسایان اویهود) وایي چي دا الهي کتابونه دي بلکي دا هیڅکله الهي کتابونه نه دي لکه الله جل جلال  چي فرمایی:
 
فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِندِ اللَّهِ لِيَشْتَرُواْ بِهِ ثَمَناً قَلِيلاً فَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا يَكْسِبُونَ (79)آية سورة البقرة.
 
ژباړه: نوعذاب (هلاکت اوخرابي) ده له پاره دهغوکسانوچي لیکي کتاب (له خپله ځانه) په لاسوخپلوبیا وایي دغه (محرفین خلکوته) چي دا (لیکل سوی) له نزده د الله دی لپاره ددې چي واخلی په دغه کتاب لیک قیمت لږ نو(عذاب هلاکت او) خرابي ده دوی ته له سببه دهغه شي چي لیکلي دي لاسو د دوی اوبیا خرابي ده دوی ته له سببه دهغه کارچي کوي ئې (په رشوت اخیستل دي).
 
ټوله عیسایي اویهودي نړۍ په دې باندي اعتراف کوي چي دا ددوی مقدس کتابونه (بایبل او تالمود) مختلفوخلکولیکلي دي خو وایی چي دا روح القدس (حضرت جبرائیل علیه السلام) و دوی ته راغلی دی او دوی ته ئې وحي کړي دي، خوپه حقیقت کي خبره داسي نه ده، چي په راتلونکو کرښوکي به وتاسو ته جوته سی.
 
له دې څخه وروسته موږ پردې باندي رڼا اچوو چي بایبل وڅه شي ته وایي؟ د بایبل پېژندنه د عیسایي نړیوالوعلماء په خوله کوو.
 
که د بایبل تعریف په یوه اسانه خبره کي خلاصه کړو نو بایبل یعني ((کتاب)) یا په بل عبارت بایبل د یوناني ژبې توری دی چي وکتاب ته ویل کيږي  
چي د دې څخه مطلب دا دی چي (بایبل) یعنی یو کتاب، لکه د نورو کتابو په بڼه سره چي وي، خو کيدای سي د بایبل  دا لنډه پېژندنه  ولوستونکوته قناعت ورنکړي نو پخپله به د بایبل و قاموس ته ولاړسو او د بایبل پوره تفصیلي پېژنده به وڅېړو:
 
د بایبل نامعلومه او اختلافي تعداد
 
بايبل د یوناني ژبې د(Biblia) څخه اخیستل سویدی، چي( بیبلیا ) د کتابو په معنا سره دی، د پنځلسمي پېړۍ راهیسي دا نوم ودې کتابو ته ورکول سویدي، دا سپېڅلي کتابونه (۶۶) کتابونه دي د پروتستانو په نزد او د کاتولیکانو په آند (۷۳) کتابونه دي، د مشرقي ارتودوکس په آند(۷۸) کتابونه دي، چي (۴۰) څلویښتومختلفو لیکوالانو یا زیاتو لیکلي دي په مختلفو وختو کي په مختلفو ژبو سره، چي په دې لیکوالانو کي د دبدبې څښتنان، واکمنان، دهقانان، پاچاهان، کب نیونکي، مذهبي مشران، مالیه ټولونکي، کېږدې جوړونکي، شپانه، پوهه درلودونکي ، بې تعلیمه، عیسویان او یهود شامل دي، چي دوی اکثرو یو د بله سره نه پېژندله۔ 
 
د بایبل دا تعریف هرڅه روښانه کړل چي دا مختلفو خلکو په مختلفو وختو کي په بېلابېلو حالاتو کي لیکلي دي چي دا په ښکاره سره جوتیږي چي  دا (بایبل) کوم الهي کتاب نه دی، که موږ یواځي د دې قاموس وتعریف ته ښه ځیر سونو دا به راته جوته او روښانه سي چي حتی د حضرت عیسی علیه السلام او یا بل پېغمبرنوم پکښي نشته او د دې قاموس لیکوال یقیناً په  رښتني ډول سره د بایبل پېژندنه درک کړېده، و دې کتاب (بایبل) ته بیا الهي کتاب ویل د انصاف، عقل او شعور څخه لیري خبره نه ده؟؟؟!!
 
د دهقان په لاس لیکل سوی کتاب بیا څنګه یو اسماني کتاب وبولو؟
 
د بې تعلیمه سړي کتاب  کرښو ته څنګه یو الهي کتاب ووایو؟
 
ایا دا د یوه الله جل جلاله په لوړشان کي کفراو ګستاخي نه ده؟
 
په مجموع کي د یو انسان د لاس و لیکل سوی کتاب ته څنګه یو اسماني وحي ووایو؟
 
دا هیڅ عقل نه مني چي بایبل دي د خدای جل جلاله کتاب وي، او نه ئې هم کوم عقل سلیم او یا هغه سر چي پکښې د یوې مرغۍ په شان ماغزه ولري د منولو وړ ده۔
 
 
د  (Bible)  بايبل دتوري د ښه پېژندلو لپاره مخته ځو:
 
بایبل د یوناني ژبې د(Biblos)  (بیبلاس) څخه اخیستل سوی دی چي معنی ئې (کتاب) دی ۔ 
 
د انګلیسي ژبې یو بل قاموس د بایبل تعریف داسي کوي:
 
د بایبل توری (Bible) د فرانسوي توري (Biblia) (بیبلیا) څخه چي دا فرانسوي توري بیا د یوناني ژبې د (Byblos) (بیبلاس) څخه چي  د دې توري جمع Biblion) ( (ببلين) یعني کتابونه دي ور څخه اخیستل سوی دی، او دا لفظ د دې مقدسو نسخو لپاره د (۱۵) میلادی پېړۍ راهیسي استعمالیږي۔ 
 
په بل قاموس کي د بايبل تعريف داسي دی:
 
(Bible) بایبل توری فرانسوي توری دی چي دا د لاتیني (Biblia) ببلیا څخه اخیستل سوی دی، او دا لاتیني توری بیا د یوناني توري د (Biblos) ببلاس څخه چي معنا ئي کتاب او جمع ئې (Biblion) ببلین یعني کتابونه دي۔ 
 
و نورو تعریفونو ته نه ځو چي د دې مطلب دا دی چي (بايبل) په یوناني ژبه کي و کتاب ته ویل کيږي او د پنځلسمې پېړۍ راهیسي ئې دوی د خپلومقدسو نسخو(د دوی په ګمان) لپاره استعمالوي ۔ نودا لفظ ددې کتابو د لیکلو وروسته ایښودل سوی دی، نه ددې کتاب نوم سیدنا حضرت عیسی علیه السلام پرایښی دی، او نه خدای جل جلاله ددې کتاب نوم ایښی دی او نه هم دا کوم الهي کتاب دی۔
 
د بایبل نوم خپله په بایبل کي لا هم نسته
 
هېښونکې او د تعجب خبره خولا داده چي د (بایبل) نوم په هیڅ بایبل کي نشته، او نه هم دا کتاب ددې نامه تاکيد کوی چي دا د الله تعالی کتاب دی، دا نوم په هغه وخت ددې نسخو خپرونکو ورباندي ایښی دی، چي دا کتاب ښه خرڅ او د خلکو لیوالتیا ورته راکش کړي، دا نوم چي اوس د عام نوم څخه و خاص نامه ته  اوښتی دی دا د خپرونکو له لوري پر ایښودل سوی دی ۔ لنډه دا چي په بایبل  کي دا نه دي راغلي چي دا د خدای تعالی کتاب دی، او نه هم پر دې باندي څه ټینګارسوی دی۔
 
د قرآن کريم توري په قرآن عزيز کي
 
و بل لوري ته که موږ د الله جل جلاله و اخري کتاب (قرآنکریم) ته راسو، نو دا به وهرچا ته معلومه سی چي  دا د بشریت لپاره د سوکالۍ یواځنۍ بېلګه ده، او د دې کتاب نوم الله جل جلاله پرایښی او په قرآنکریم کي د (قرآن) لفظ (۷۰) ځلي راغلی دی او قرآنکریم ددی تائيد کوی چي دا د الله جل جلاله کتاب دی د بېلګې په ډول سره:
 
وَمَا كَانَ هَذَا الْقُرْآنُ أَنْ يُفْتَرَى مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَكِنْ تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ (37) سورة يونس.
 
ژباړه: او نه دی دا قرآن (سره له داسی فصاحته، بلاغته او اعجازه) چي په درواغو جوړ کړشی غیر له الله نه و لیکن دی تصدیق کوونکي د هغه (کتاب) چي تیرسويدي په مخکښې دده او دی تفصیل کوونکی د هغه څه چي لیکلی سوي دي (پرتاسو) نشته هیڅ شک په دې کښې (چي راغلی دی) له لوري د رب دعالمیانو.
 
نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْآنَ وَإِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ (3)سورة يوسف.
 
ژباړه: موږ بیانوو پرتا باندي ډېره ښه قصه له ټولو قصو په سبب د وحي زموږ تاته دغه قرآن او بې شکه شان دا دی چي وې ته پخوا(له نزوله) ددې قرآن خامخا له نا خبروڅخه.
 
الرَّحْمَنُ (1) عَلَّمَ الْقُرْآنَ (2)سورة الرحمن.
 
ژباړه: رحمن (الله) ددې قرآن ښوونه کړېده۔
 
قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا (88)سورة الأسراء.
 
ژباړه: ووایه که انسانان او پېریان (ټول) سره یوځای سي څو د دې قرآن په څېر راوړي نو هیڅکله (په فصاحت اوبلاغت) کي ددې په څېرنه سي راوړی۔
 
بَلْ هُوَ قُرْآنٌ مَجِيدٌ (21) فِي لَوْحٍ مَحْفُوظٍ (22) سورة البروج.
ژباړه: (داسي نه ده چي کافران ئۍ انګیري) بلکې دا پرتمین قرآن دی، په یوه خوندې تخته کي لیکل سوی دی۔
 
إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ (2)سورة يوسف.
 
ژباړه: موږ هغه قرآن په عربي ژبه نازل کړیدی ښایی چي تاسي پرې پوه سئ۔
 
وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِتُنْذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنْذِرَ يَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَيْبَ فِيهِ فَرِيقٌ فِي الْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِي السَّعِيرِ (7)سورة شوری.
 
ژباړه: او په دې توګه مو تاته عربي قرآن وحي کړ څو د(مکې) د ښار او د هغه د شاوخوا خلک ووېروې۔
 
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ تَنْزِيلًا (23)سورة الانسان.
ژباړه: بې شکه موږقرآن پر تا په تدریجي توګه نازل کړی دی۔
 
په بایبل کي دا نسته چي دا کتاب د انسانانو د هدایت یو کتاب دی، برعکس په قرآنکریم  كي دا هرڅه شتون لري د بېلګې په ډول سره قرآن کریم پخپله ددې ګواهی ورکوي:
 
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ... (185) سور ة البقرة.
 
ژباړه: د روژې میاشت هغه (میاشت) ده چي قرآن په کښې نازل سوی دی، چي د خلکو لپاره هدایت دی۔
 
إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا (9)سورة الأسراء.
 
ژباړه: بې شکه چي دغه قرآن هغه لارښیی چي هغه سمه سیخه ده اوهغو مسلمانانو ته چي ښه کارونه کوي زېری ورکوي، چي د دوی لپاره ډېره لویه بدله ده۔
 
قرآن حکيم د باطني او ظاهري ناروغیو یواځنی درملنه ده لکه چي قرآن حکيم وایې:
 
وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ... (۸۲) سورة الأسراء.
 
ژباړه: او قرآن، چي د مسلمانانو لپاره شفاء او لورینه ده (پړاو په پړاو) در باندی نازلوو۔
 
اوس راځو انجیل ته (چي پرعیسی ابن مریم علیه السلام باندی نازل سوی وو) او تورات ته (چي  پرسیدنا حضرت موسی علیه السلام باندی نازل سوی وو) چي د دوی پېژندنه وکړو۔
 
 
-------------------------------
 
رارواني لیکني: 
 
د بایبل ډولونه
 
انجيل (Gospel) څه ته وايی؟
 
اصل انجيل څنګه له منځه ولاړی؟؟؟
زبور څه ته وايي؟
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته