تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
((ښکلي ځوابونه)) کتاب چاپ سو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 12, 2018
  0

استاذ عبدالغفار جُبیر


په پښتو ژبه کي د ملحدینو ، مرتدینو، عیسایانو، هندوانو او نورو... په رد کي لومړی او یواځنی کتاب.


دا کتاب ۴۰۰ پاڼې لري، د کندهار د پوهنتون مخامخ د عرفان خپرندویه ټولنې له لورې چاپ کړل سو، پر دې کتاب باندي د کندهار پوهنتون استاد  پوهنوال ډاکتر محمد زکریا امیرزاده تقریظ هم لیکلی دئ.


په دې کتاب کي علاوه له دې څخه چي د ملحدینو، مرتدینو، عیسایانو، یهودو ، هندوانو او نورو د شبهاتو رد په معقول ډول پکښې شتون لري، همدارنګه ځینې فقهي او نړیوال علمي مسائل هم پکښې څېړل سوي او و اعتراضونو ته ځواب ورکړل سویدئ، د بېلګې په ډول سره:

 


زه ولي مقلد یم؟
ایا علامه  سید جمال الدین رحمة الله علیه ایرانی وو؟
ایا رسول الله صلی  الله علیه وسلم عرب وو که مستعرب؟
ایا په حرامو شیانو سره درملنه په اسلام کي روا ده؟
امریکايي (فرقان الحق) څه شی دئ؟
ایا حضرت امام ابوحنیفه رضی الله عنه تابعي وو؟
او داسي نور...


د ملحدینو، مرتدینو، عیسایانو او نورو...  ټول سوالونه په عصري ساینس، منطقي او فلسفې په رڼا کي ځواب سویدي، تاسي کولای سئ چي له دې کتاب څخه استفاده وکړئ او و کولای سئ چي د دوی ټول بې ځایه سوالونه او شبهات په منطقي ډول سره ځواب کړئ.


زما نور چاپ سوي کتابونه:
۱: زما مناظره د یوه عیسايي راهب سره.
۲: اسلام او نوي ساینسي څېړنې ۱ ټوک.
۳: اسلام او نوي ساینسي څېړنې ۲ ټوک.
۴: اسلام او نوي ساینسي څېړنې ۳ ټوک.
۵: بایبل پېژندنه.
۶: عیسائیت په افغانستان کي.
۷: رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند.
۸: زه ولي مسلمان سوم؟
۹: ما ولي اسلام قبول کړ؟
۱۰: سوال ځواب.
۱۱: په انګلیسي ژبه کي تلفظ او بې غږه توري.
۱۲: لیک لارښود.

 

دلته یې تر لاسه کولای سئ!


درکونه:
کابل: اکسوس کتاب پلورنځۍ، مستقبل کتاب پلورنځۍ
جلال آباد: مومند کتاب پلورنځۍ
کندهار: عرفان کتاب پلورنځۍ، صداقت کتاب پلورنځۍ، افغان کتاب پلورنځۍ، علامه رشاد کتاب پلورنځۍ
خوست: رحیمي کتاب پلورنځۍ، ابدالي کتاب پلورنځۍ
پکتیا: علمي کتاب پلورنځۍ، ژوند کتاب پلورنځۍ
هلمند: تاج منور کتاب پلورنځۍ
زابل: خیر خوا کتاب پلورنځۍ
کوئټه: صدیقي کتاب خانه، کانسي روډ نزد حاجی غیبي روډ 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته