رالېږونکی: عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په هندوستان کې د يوه انګليسي راهب مناظره د مولانا عبيدالله سندي رحمه الله سره وه. او هغه هم يو پادري له لندن څخه راغلى وو او د هندوانو په عبادت ځاى کې ئي اور بل کړی وو. د خلکو زياته ګڼه ګوڼه جوړه سوې وه.
ده يو بايبل د لندن څخه د ځان سره راوړی وو. دغه بايبل ئي په داسې کيمياوي موادو لړلى وو، چې په اور نه سوځول کيده .
دې راهب يوه يوه پاڼه ددغه بايبل اور ته اچوله ، او داسې ئي ويل : چې اوس به معلوم سي چې بايبل د خدای کتاب دی او که قرآن ، هر يو چې ونه سوځيد او اور ئي وانه خيست ، نو هغه به د الله کتاب وي ، او کوم کتاب چې وسوځيد هغه به د الله کتاب نه وي.
پدې وخت کې علامه عبيدالله سندي رحمه الله راغی ، نو دده له حرکاتو څخه ورته معلومه سوه ، او په ذهن کې يې راغلل چې دې سړي ضرور يو کار کړی دی. نو راهب ته ورنيژدې سو او ژر ئې له لاسه راونيوه او اورته ئې راکش کړ ، او ورته ئې وويل:
چې بايبل او قرآن پريږده راځه زه په قرآن ايمان لرم او ته په بايبل ، اوس به معلوم سي چې ته په حق ئي او که زه، چې اور تا سوځي او که ما!
کله ئې چې اورته راکش کړ نو راهب شاته زورونه شروع کړل، نوسندي صاحب ښه په زور راکش کړ او اورته ئې رانيژدې کړ، د راهب چغو او غړغړو ته ټول خلک ګوري او ټول ورپوري خاندي .
نو بيا پوليس راغلل او ترې خلاص ئي کړ؛ راهب شرمينده لندن ته لاړ او په تیښته بريالى سو.
ماخذ: زمامناظرى د يو راهب سره /صفحه ۳۱_۳۲
لیکنه: عبدالغفار جبیر