تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه راغله!!!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 30, 2016
  0

 روژه راغله!!!

لیکوال: علي الله متوکل الرحمن
 
د الله جل شانه ستري میاشتي خپلي فاصلي نوري زموږ خواته را لنډي کړي او ګړی په ګړی زموږ لور ته خپل ګامونه را اوچتوي او زموږ د یوولسو میاشتو انتظار ته نور د پای ټکی ږدي. مسلمانان ټول پدې خوشحال دي چي یو ځل بیا د الله جل شانه ددې عظیمې میاشتي خوند څکي، د رحمن رب د دربار څخه د مغفرت غوښتنه کوي، د ثوابونو په لټه شپي سبا کوي او د ثوابونو د میاشتي سره ملاقي کیږي.
 
امام احمد د رسول مقبول صلی الله علیه وسلم یو حدیث را نقلوي چي فرمایې:  کان رسول الله   (صلی الله علیه وسلم )  یقول : قد اتاکم شهررمضان ،شهر مبارک،کتب الله علیکم صیامه ، فیه تفتح ابواب الجنان ، وتغلق ابواب الجحیم ، و تغل فیه الشیاطین ،فیه لیلة خیر من الف شهر ،من حرم خیرها فقد حرم  (رواه احمد)
 
ژباړه: رسول الله  (صلی الله علیه وسلم ) به خپلو صحابه کرامو ته داسي فرمایل: چي پر تاسي باندي د روژي مبارکه میاشت راغله، هغه چي د برکت میاشت ده او ددې میاشتي ټولي روژي پر تاسي باندي فرض دي. پدي کي د جنت دروازي خلاصېږي  او د جهنم دروازي  پکښي بندیږي او شیطان پکښي تړل کیږي، پدې میاشت کې یوه داسې شپه ده چې د ۱۰۰۰(زرو ) میاشتو څخه بهتره ده ،نو هر هغه څوک چي ددې د اجر او ثواب څخه  بې برخي او محروم سي نو په  واقعي ډول ځني بې برخي سو.
 
اوس هر مسلمان ته ددې فکر پکار دی چي؛ څنګه د روژي استقبال وکړم؟ څنګه د روژي میاشت په عباداتو، حسناتو او ښو کارونو تیره کړم؟ او داسي یو حالت ځانته اختیار کړم چي بندګان مي د تکلیف څخه په امن او غریبان مي د ګټو څخه برخمن سي؟
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته