محبوب نبي ﷺ د اړمنو کسانو سره څه کول؟
لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
زموږ دین د اخلاقو ټولنیز ژوندانه یو درست نظام دی. تاسي راسئ! موږ د اړمنو سره و مرستي ته څومره ډېر هڅول سوي یو.
رسول علیه السلام به د ځان په اړه څه ښه ویل: زه ستاسو لپاره داسي مهربانه یم، لکه پلار (چي پر اولاد) وي.
رسول الله به فرمایل: د کونډو او بې وزلو پوښتنه کونکی کس د الله په لار کي د مجاهد یا د ورځي روژه نیونکي او د شپي لمونځ کونکي په څېر دی .
نبوي ارشاد دی: ... تاسو پر یتیمانو رحم وکړی .
ایا موږ د هغه نبي امت نه یو! دا د خیراتو او صدقاتو خورا ښه شپې دي. پر دوستانو او نورو بې وزلو باندي رحم وکړئ. پر تاسو به خامخا رحم وسي. نبي علیه السلام وینا ده: تاسو رحم وکړئ، پر تاسو به رحم وسي. تاسو بخښنه وکړئ، الله به تاسو و بخښي.
نبوي ارشاد دی: کوم څوک چي د مسلمان ورور په حاجتونو کي مرسته کوي، الله به د هغه سره دده په حاجتونو کي مرسته وکړي
ماخذونه:
کنزالعمال فی سنن الاقوال والافعال
صحیح بخاری، کتاب النفقات، باب: فضل النفقة علی الاحل
مسند احمد، مسند المکثرین، رقم الحدیث: ۶۲۵۵
الجمع بین الصحیحین البخاری و المسلم ۳/۱۶۵
جامع الاحادیث، الهمزة مع التاء، ۱/۲۴۰