لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
مختصر نبوي سیرت
(نولسمه برخه)
د حدیبیې غزا
o د شپږم هجري کال په ذي القعده میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل اصحاب له دې خبر کړل چي د عمرې ادا کولو اراده لري، خوب یې لیدلی چي له خپلو اصحابو سره یوځای په امن مکې ته داخلیږي او سرونه یې خرېیلي وي.
o اصحاب رضي الله عنهم په دې خبر ډېر خوشاله شول، او له خپل رسول صلی الله علیه وسلم سره یې د سفر تیاري پیل کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د شاوخوا بانډو مسلمانو اوسیدونکو ته هم په دې مبارک سفر کي د ملګرتیا امر وکړ.
o هغو بانډه والو هسي خوشي بهانې وکړې، ځانونه یې په شا کړل، وروسته الله تعالی د فتح مبارک سورت د یوولسم او ورپسې آیتونو په نزول سره هغوی رسوا او حقیقت یې په ډاګه کړ. الله تعالی فرمایلي:
سَيَقُولُ لَكَ الْمُخَلَّفُونَ مِنَ الْأَعْرَابِ شَغَلَتْنَا أَمْوَالُنَا وَأَهْلُونَا فَاسْتَغْفِرْ لَنَا يَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِمْ مَا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ قُلْ فَمَنْ يَمْلِكُ لَكُمْ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ نَفْعًا بَلْ كَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿۱۱﴾ بَلْ ظَنَنْتُمْ أَنْ لَنْ يَنْقَلِبَ الرَّسُولُ وَالْمُؤْمِنُونَ إِلَى أَهْلِيهِمْ أَبَدًا وَزُيِّنَ ذَلِكَ فِي قُلُوبِكُمْ وَظَنَنْتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ وَكُنْتُمْ قَوْمًا بُورًا ﴿۱۲﴾.
ترجمه: وروسته پاتي کړی شوي کوچیان به هرو مرو درته وایي: خپلو مالونو او عیالونو مشغول کړو، په خپلو ژبو هغه څه وایي چي په زړونو کي یې نه شته، ورته ووایه: نو هغه څوک دی چي د الله له لوري تاسو ته د څه واکمن وي، که هغه د ضرر اراده درته وکړي یا د کومي ګټي اراده، داسي نه ده، بلکي الله په هغه څه ښه خبر دی چي تاسو یې کوئ. بلکي تاسو ګومان وکړ چي پیغمبر او مؤمنان به هیڅکله خپلو خپلوانو ته (روغ رمټ) راونه ګرځي، همدې (تصور) ستاسو په زړونو کي ښایست وموند او بدګوماني مو وکړه، او تاسو بې خیره وګړي یاست.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم له (۱۴۰۰) تنه اصحابو سره له مدینې د مکې په لور وخوځید، په دې سفر کي له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره أم المؤمنین أم سَلمه هند بنت أبي أمیه رضي الله عنها هم ملګرې وه.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځان سره د مسافرو له عادي وسلو؛ (تورې هغه هم په تېکیو کي) پرته بله ډول وسله وانه خستله، ورسره یې اویا د مناسکو د اداء کولو د قربانۍ (هدي) اوښې هم رواني کړي وې.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي د مدینې د خلکو میقات؛ ذي الحلیفه ته ورسېد، احرام یې وتاړه، د عمرې تلبیه یې وویله او د مکي په لور روان شو.
o هلته مکه کي قریش خبر شول چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمرې په نیت له مدینې را روان شوی دی، نو سره وې ویل: «والله ما یدخلها علینا»: والله که (مکي ته) رانه داخل شي.
o فورا یې د خالد بن ولید چي لا مسلمان شوی نه و، په مشرۍ یو جنګي ټولی تیار کړ چي پرېنږدي مسلمانان مکي ته داخل شي.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي د عُسفان سیمې ته ورسېد، وې لیدل چي د خالد بن ولید ټولی یې مخي ته ولاړ دی، دغه مهال د مازدیګر لمانځه وخت شو.
o همدلته د خوف (وېرې) د لمانځه حکم نازل شو او په دې توګه دا د اسلام په تاریخ کي د خوف لومړنی لمونځ و چي د حدیبیې غزا په مهال اداء شو.
o دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره وبلله د کفارو له دې جنګي ټولي سره مقابله ونه کړه، خپلو اصحابو ته یې وفرمایل: «مَنْ یَخْرُجْ بِنَا عَلَی طَرِیْقٍ غَیْرِ طَرِیْقِهِمْ». څوک شته چي د دوی له دې لاري پرته مو په بله لار بوځي؟
o یوه صحابي وویل: ما ته یوه بله لار معلومه ده یا رسول الله! په دې سره هغه په یوه سخته لار روان شو؛ څو هسې د خالد بن ولید له ټولي تېر او شاتنۍ سیمي ته ورسیدل.
o مسلمانان چي مِرَار غونډۍ ته ورسیدل د نبي صلی الله علیه وسلم اوښه چو شوه، هر څو کوشش وشو چي اوښه حرکت وکړي، خو هغه له ځایه ونه خوځېده.
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله اوښه ووهله څو پورته او روانه شوه، مخکي لاړل څو د حدیبیې په وروستنۍ برخه کي دېره شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم هملته اړولي وو چي د مشرکینو له خوا بُدَیْل بن وَرْقاء له څو کسانو سره ورته راغی.
o بُدَیْل نبي صلی الله علیه وسلم ته وویل: قریش ستا مقابلې ته راوتلي، جګړه درسره کوي او نه مو پرېږدي مکي ته داخل شئ! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «انَّا لم نجئ لقتال و لکنّا جئنا معتمرین». (رواه البخاري):موږ د جګړې له پاره نه یوو راغلي، موږ غواړو عمره ادا کړو او بس.
o قریشو د دې له پاره چي مکي ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د راتګ په هدف ځانونه ښه پوه او ډاډه کړي، خپل څو استازي د نبي صلی الله علیه وسلم حضور ته واستول، چي هر یوه دا معلوموله چي د جګړې له پاره راغلی او که د عمرې ادا کولو له پاره؟
o قریشو دا کسان د نبي صلی الله علیه وسلم حضور ته استولي وو:
- مِکْرَزُ بن حَفص.
- حِلْسُ بن عَلْقَمه.
- عُروه بن مَسعود ثقفي.
o دې ټولو پلاویو قریشو ته دا خبر ورساوه چي نبي صلی الله علیه وسلم د عمرې ادا کولو په نیت راغلی، د جګړې اراده نه لري او د دې خبري دلیل دا دی چي ټولو مسلمانانو احرامونه تړلي او د مناسکو د اداء کولو قربانۍ (هدي) ورسره دي.
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم عثمان بن عفان رضي الله عنه د خپل استازي په توګه د مکي مشر ابو سفیان ته ولېږه چي خبر یې کړي دوی د جګړې له پاره نه، بلکي یوازي د عمرې ادا کولو په نیت راغلي دي.
o عثمان رضي الله عنه چي د ابوسفیان کره ورسېد، هغه یې ښه هرکلی وکړ او ورته وې ویل: ته تر هغې همدلته زموږ کره اوسه، څو موږ خپله مشوره او فیصله وکړو، په دې مهال کي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دا خبر ورسېد چي عثمان رضي الله عنه وژل شوی؛ په شهادت رسول شوی دی.
نوربیا...
www.taleemulislam.net