تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یو شعر څو خبري ( نهمه برخه/ احسان الله معصوم )
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 16, 2024
  0

 لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یو شعر څو خبري

 (نهمه برخه) 

احسان الله معصوم 


احسان الله چي د معصوم تخلص کوي په ریښتیا معصوم انسان دی، ځکه تر اوسه مي په یوه مجلس کي داسي خبره نه ده ځني اورېدلې چي د انسان زړه دي په خوږ او زخمي سي. په احادیثو کي راځي چي کامل مسلمان هغه دی چي بل مسلمان یې د لاس او ژبي له ضرره په امن کي وي. معصوم صاحب د ښه انساني خلق تر څنګ په شاعرۍ کی هم سپېڅلی دی او په شاعرانه انداز او د هنر په ژبه جالب پیغامونه وړاندي کوي. د کندهاري ادب په غېږ کي نوی راټوکېدلی ګل دی چي خوشبو به یې د ادب د مینانو مغزونه معطر کړي دده تر لنډي پېژند ګلوی وروسته به یې په لنډو سیلابو کي غزل د لنډ تحلیل سره وګورو. 

 

د شاعر لنډه پېژندنه


نوم: احسان الله معصوم


دپلارنوم: عبدالواحد


د نیکه نوم: عبدالستار


د اوسیدو اصلي ځاي: میوند ولسوالي


د اوسیدو اوسنۍ ځای:۱۲ ناحیه


زده کړه: عصري زدکړي یي نه دي کړي خو یو څه دیني زدکړي یي کړي دي


شغل: غریب کار


مدني حالت: مجرد


د شاعرۍ پیل:۲۰۲۰ کال


چاپ اثار: نه لري


ناچاپ اثار: ۷۰ شاو خوا غزلونه یو څه نظمونه یې سته چي په راتلوونکي وخت کي به که خدای کول چاپ سي


غزل


ستا د پېغوره باید ځان وساتو
له دغه اوره باید ځان وساتو


معصوم صاحب غواړي چي پېغورخلګو ته معرفي کړي شاید چاته  پیغور خاص اهم ښکاره نه سي ولي پېغور هغه بده پدیده ده چي په ویلو سره یې کورونه خراب سوي دي په پښتو کي متل دی چي د توري زخم جوړیږي خو د خولې زخم نه جوړیږي او د پیغور د ورکړي بد عواقب دي موږ یې نتجې لیدلی دي چي د پیغور په سبب قتل، غلا، ناروا کړني او داسي نور تر سره سوي دي چي انجام یې افسوز ویش او واخ وي نو معصوم صاحب هم داخبره کوي چي مخکي له دې چي څوک پیغور رانه کړي باید هغه اسباب له منځه یوسو چي دا اور په بلیږي. 

 

نو ځانه! وروره خلکو څه درکړله؟

نو ځانه! وروره باید ځان وساتو


په پورته بیت کي معصوم صاحب عجب ترکیب جوړ کړی دی، شخصیت ورکوونه په شاعرۍ ځانته بحث غواړي خو دلته دونه ویلای سو چي شخصیت ورکوونه هغه شیانو ته چي بې حسه دی لکه غر موږ وایو د غره لمن د غره ژبه غره ته مو شخصیت ورکړ او د انسان اوصاف مو ورته ور کړه خو په پورته بیت کي شاعر خپله ځانته  بل شخصیت ور کړي دي ددې لپاره چي ځان قانع کړي بیرته یې ځان د یو هوښیار سړي په شکل ځانته جوړ کړی دی، تر څو ځان په ځان قانع کړي او د بل څخه د امید تمه پرې کړي دا یې داسي کمال کړی دي چي که انسان هر څه ځان په یوه خبره او بله خبره قانع کړي. خو څه ګړی وروسته بیرته نه وی قانع نو شاعر ددې ستونزي د له منځه وړلو لپاره دا تاکتیک په کار اچوي چي له ځانه بل شخصیت جوړوي او بیا ځان ته په ورور وایي چي ترڅو قناعت راسي او مشکل حل سي. 


هم دا سي تاته پر سجدو ښه یو
موږه نسکوره باید ځان وساتو


معصوم صاحب د الله د بندګي لپاره څونه راضي دی او وایی چي بندګي د یوه الله جل جلاله لپاره ښه ده، موږ باید د نورو له بندګۍ څخه ځان وساتو چي دا اصلي د انسانیت معیار دئ. 

 

زخمه! ایوب علیه السلام دریاد کړه
زخمه! له شوره باید ځان وساتو


په پورته بیت کي شاعر زخم ته خبري کوي چي دا د اصلي شاعر کار دي ځکه  دداسي شیانو سره خبري کول چي هغه اصلا خبري کولای نه سي دی خبري ورسره کوي دې ته وایی شخصیت ور کوونه ده زخم ته شخصیت ور کړی دئ، لکه یو کس چي د مریض د تسلی لپاره هغه ته وایی چي الله به یې عوض در کړي په داسي مرضو نبیان اولیا او نیکان خلګ اخته سوي دي ته باک مه کوه الله ج به یې عوض په دنیا او اخیرت کي درکړي په بله اصطلاح دې ته حسامیزي هم وایی که نوموړی له زخم سره خبري کوي نو هغه خو نه اوري،  نوموړي زخم ته د شخصیت په ور کړه سره په هغه خپلي خبري هم اوري، حسامیزي دي ته وایی چي دانسان د پنځو حواسو کړنه په یو بل سره وکړي، مثلا  د ژبې کار په غوږ وکړي ووایي د پلاني عجبه خوږ بیان وو خوږ والی اصلا د ژبي کار دی او ته یې د اوز سره یو ځاي کړي او غوږ ته یې منسوب کړي، نو دلته هم معصوم په زخم خپله خبره اوری او هغه د ایوب ع د قیصې په اوریدلو قانع کوي چي فریاد ونه کړي. 

 

خلک دي غم موږ به خوښي ورکوو
دچا له پوره باید ځان وساتو


عجبه نه ده معصوم صاحب د بدی بدله نیکي ورکوي چي دا اصلا د مسلمانۍ انسانیت او بشر دوستی اصل دی د نیکۍ په بدل کي خو نیکي هر څوک کوي، که دي د بدۍ په بدل کي نیکي وکړه اصلیت دي پر ځای کړی چي دا په موږ کي خورا کم دی؛ نو شاعر ټولني ته پیغام ورکوي  که چا بدي درسره وکړه دا پر تا پور سوه چي بدله به یې ور کوي خو فام چي بدله یې بیرته بدي ور نه کړي، بلکي نیکي به ورسره کوي تر څو هغه وشرمیږي او د بل سره بیا بد ونه کړي. 

 

معصومه! پټ نه سې دچا ناموس ته
معصومه ګوره! باید ځان وساتو


معصوم صاحب د یو اسلامي او افغاني اصلا په یادولو سره ځان او ټولنه دې خبري ته متوجه کوي چي د هغه کړني څخه ځان وساتي چي پایلي یې بدي وي. ځکه پښتانه یو متل کوي چي مال تر سر جار او سر تر ناموس جار. 


دمعصوم صاحب د ښې روغتیا، خدمت او دیو ښه ژوند په هیله 

 

نوربیا... 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته