تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت: د داخلېدو اذکار او سنتونه
  تعلیم الاسلام
  July 13, 2016
  0

 پنځمه لارښوونه : شرعي اذکارو او د کورنۍ سنتوته پاملرنه وکړئ 

ترتیب کوونکی: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
الف:- کور ته د ننوتو ذکر :
 حدیث کي راځي چي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل (إذا دخل الرجل بيته فذكر اسم الله حين يدخل وحين يطعم قال الشيطان لا مبيت لكم ولا عشاء ههنا وإن دخل فلم يذكر اسم الله عند دخوله قال أدركتم المبيت وإن لم يذكر اسم الله عند مطعمه قال أدركتم المبيت والعشاء...). (رواه احمد ، ج:۳ ص:۳۴۶)
 
ژباړه: کله چي سړی خپل کورته ننوزي او د ننوتو او خوراک کولو پرمهال د الله تعالی نوم ياد کړئ ،شيطان ( ټولو شيطانانو ) ته وايي : تاسې نسئ کولای دلته شپه تيره کړئ او د شپې ډوډۍ وخورئ . او که چيری کورته ننوزي، او د ننوتلو پرمهال د الله تعالی نوم ياد نکړي ، شيطان وايي : د شپې تيرولو ځای مو پيداکړ ، او که د خوراک په ځای کي (او وخت کي ) د الله تعالی نوم ياد نکړي ، شيطان وايي : د شپې تيرولو ځای او د شپې خوارک مو پيداکړل  .
 
ب:- د کورنه دوتلو پر مهال ذکر:
 
امام ابو داود رحمه الله په خپل سننو کي روايت کړی چي رسول الله صلی الله سلم فرمايي: 
إِذَا خَرَجَ الرَّجُلُ مِنْ بَيْتِهِ فَقَالَ: بِسْمِ اللَّهِ تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ ». قَالَ « يُقَالُ حِينَئِذٍ هُدِيتَ وَكُفِيتَ وَوُقِيتَ فَتَتَنَحَّى لَهُ الشَّيَاطِينُ فَيَقُولُ لَهُ شَيْطَانٌ آخَرُ: كَيْفَ لَكَ بِرَجُلٍ قَدْ هُدِىَ وَكُفِىَ وَوُقِىَ ».
 
ژباړه: کله چي سړی د کور نه ووزي ، او ووايي : بِسْمِ اللَّهِ تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ ، ورته وويل سي : درته کافي او بس دي ، يقينآ چي هدايت سوې ، کافي او بس يې ، او وژغورل سوې ، شيطان ورنه ګوښه کيږي ، او بل شیطان هغه ته وايي : د داسې کس سره څه کولای سې چي هغه ته هدايت سوی وی ، بس سوی او ژغورل سوی وی ؟! )
 
ج:- د مسواک وهل:
 
 امام مسلم په خپل صحيح کي  دعايشی (رضي الله تعالی عنها) نه روايت کړی چي ويې فرمايل : كَانَ إِذَا دَخَلَ بَيْتَهُ بَدَأَ بِالسِّوَاكِ. (رواه لمسلم ،ج:۳،ص۳۴۳ )
 
ژباړه: رسول اکرم صلی الله عليه وسلم به چي کله خپل کورته ننووت ، مسواک به يې وهلو.
 
نوري برخي:
کورنی جوړښت
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته