محمد امين سايح
سیاست چي خلګ یې په تعریف کي ورک وي او تر میلاد مسیح څلورسوه کال مخ ته ځي او هغه د سقراط د شاګرد چي افلاطون نومیدی چا چي خپل سیاسي مکالمات د ریپبلک یا جمهوریه په نامه او یا د افلاطون د شاګرد ارسطو د کتاب پولیټیکس یا سیاست په نامه کتابو ته رجوع کوي ، سیاست چي هره ورځ نوی تغیر لري هغه به کله دومره زوړ فکر نن کار ورته وکي؟
او بل هغه سیاست د الهي وحیو څخه محروم وه او ټوله مفکوره یې د وخت پر تجرباتو وه چي هغه د وخت او زمان سره بدلیږي دغه وجه وه چي کله اسلامي خلافت راغلی نو سیاست یوازي د مادي او پر خلګو تنها خپل حکم چلولو مقصد نه وه بلکه د خلګو اخلاقي او معاشي حسن ته پام وو، د سیاست هغه رخ رامینځ ته سو او یو نوی اخلاقي سیاست راغلی.
د سیاست بحث یوازي لکه د مادي سیاست چي خصوصیات دی د ملکو تسخیر نه وه او نه د نورو پر حقوقو پښې ایښودو باندي خپل سلطنت قایمول وه بلکه د خلګو هوساینه او روحاني تربیت ته ډیره پاملرنه وه دغه وجه ده چي د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ډیر فرمانونه دیني اړخ لري هغوی تقوا ته رابلل کیږي ، تقوا داسي یو طاقت دی چي انسان د هر بد څخه په خپل ځان کي را ګرځوي ، نه لکه غربي سیاست چي هر څه په قانون راګرځوي.
سیاسي چي چیري د قانون سترګی پټي وویني هر څه کوي، اما په اسلامي سیاست کي د شخص تربیه وي او حالت داسي جوړ سي چي: (وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ).
سیاست په اسلامي اصولو کي د خپلو ورځني کارو ته حسن ورکولو او مخ ته بیولو نوم دی ، د ورځني ژوند د تغیراتو وجه ده ، چي اسلام په سیاسي امورو کي وسعت ورکړی دی او قیودات یې ځکه نه دي لګولي چي حالات روزمره د تغیر په حالت کی دي ، اصول او ضوابط یې ورته وضع کړي دي نور یې اختیار ورکړی دی چي د وخت علماء متقي او پرهیزګاره طبقه د هغه وخت سره په اسلامي اصولو کي دننه خپل کارو ته حسن ورکي او د شورا تر چتر لاندي خپل کارونه مخ ته یوسي.
د سیاست په اړه نوري لیکني دلته کلیک کړئ: سیاست