ترتیب کوونکې: ز. عزيزي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په کورونو کې منکرات
۲۳: کور ته د نامحرمو خپلوانو راتګ نه وډار سئ په داسې حال کي چي ښځه موجوده وي اوخاوند يې نه وي.
۲۴: د کورنيو په تګ راتګ کي ښځې او نران يو د بل نه جدا کړئ.
۲۵: په کور کې د موټروانانو او مزدورانو (نر او ښځې) له خطرونو نه وبیریږئ.
۲۶: مخنثين (هغه کسان چي د ښځو سره ځانونه برابروي يا هغه چي هم نر او هم ښځې وي) له کوره بهرکړئ.
۲۷: د تلويزيون له تباه کوونکو خطرونو څخه غافله مه اوسئ.
۲۸: په کور کې د تليفون د شره تل په ويره کي اوسئ.
۲۹: هغه وسائل د کور نه وباسئ چي په هغو کې د کفارو د باطلودينونو يا معبودانو نښه ليدل کيږي.
۳۰: نيشيي شيان په کورونو کې بيخي بند کړئ.
۳۱: روح والا تصويرونه په کور کې مه پريږدئ.
۳۲: په کور کې د سپي ساتلو نه ډډه وکړئ.
۳۳: د کور له نقش داره کولو نه ځان وساتئ.