تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت: ته د پاملرني کولو ارزښت
  تعلیم الاسلام
  November 9, 2015
  0

 لیکنه: ز. عزيزي


هغه شيان چي يو مسلمان د خپلې کورنۍ  پاملرني ته هڅوي:
 
اول :د دوزخ د اور او سوځوونکي عذاب څخه د ځان او کورنۍ خوندي ساتل:
 
الله تعالی فرمايې: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ (6) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَعْتَذِرُوا الْيَوْمَ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ. (التحريم : ۶)
 
ای مومنانو خپل ځانونه او کورنۍ مو له هغه اورنه وژغورئ چي د سون مواد يې انسانان او ډبرې دي، سخت زړه او پياوړې ملايکې پری ولاړي دي چي د الله د امر نه هيڅ مخالفت نه کوي او يوازې هغه څه تر سره کوي چي امر يې ورته کیږي. 
 
دوهم :د مشرۍ مسئوليت چي د قيامت په ورځ به د کورنۍ د سرپرست په سربوج وي:
 
 رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايې:
إِنَّ اللَّهَ سَائِلٌ كُلَّ رَاعٍ عَمَّا اسْتَرْعَاهُ ، أَحَفِظَ ذَلِكَ أَمْ ضَيَّعَ ؟ حَتَّى يُسْأَلَ الرَّجُلُ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ. (النسائي)
ژباړه: الله به حتمي د هر مسئول او سرپرست نه د هغو کسانو په اړه پوښتنه کوي چي دده له لاس او سرپرستۍ لاندې دي چي آيا هغوی يې خوندي ساتلي او که يې ضايع کړي ، تر دې چي د سړي نه به د هغه د کورنۍ په اړه پوښتنه وسي.
 
دريم : کور د خلکو د شراو ضرر نه د ځان  ساتنې غوره او د فتنو پرمهال شرعي پناه ځای دي:
 
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: طُوبَى لِمَنْ مَلَكَ لِسَانَهُ ، وَوَسِعَهُ بَيْتُهُ ، وَبَكَى عَلَى خَطِيئَتِهِ. (الطبراني)
 
ژباړه: هغه کس نيکبخته دی چي د خپلې ژبې واکدار وي، کور يې ورته کافي وي او په خپلو ګناهونو وژاړي.
 
همدارنګه فرمايې: د فتنې پر مهال د سړي سلامتي په دې کي ده چي د کور سره لازم واوسيږي.
 
هرمسلمان هغه مهال کولای سې چي ددې کار فائده ښه ترلاسه کړي چې د فتنو دور وي او نسي کولای د بې شمېره منکراتو په وړاندې ګام پورته کړي، نو په دې صورت کي کور د امن غوره ځای دي او کولای سي چي خپل ځان له حرام کار او حرام نظر نه، او خپله کورنۍ له بې پردګۍ او بې حجابۍ  نه او خپل اولاد له بدو دوستانو او بدو ملګرو نه وساتي.
 
څلورم : خلګ اکثره وخت کور تېروي:
 
خلک اکثره وخت پخپلو کورونو کې تيروي، په ځانګړي توګه د ګرمۍ يا يخنۍ په حالت کې، په بارانونو کې، د ورځې په سر او اخر کې، د کار په پای کې، د درس او زده کړې په پای کي خپلو کورونو ته راګرځي، له همدې کبله ضروري ده چي دا ډول با ارزښته وختونه په طاعت او عبادت کي مصرف شي، که په عبادت کي مصرف نشي، په حرامو کارونوکې هدر ځي.
 
پنځم : کور ته پاملرنه کول:
 
دا هغه عامل دی چي د څلورو واړو مخکينيو څخه ډير مهم دی، او دا عبارت ده کور ته له پاملرنې کولو څخه دی چي د اد اسلامي ټولنې د جوړولو ستره وسيله ده، ځکه ټولنه د کورنيو له مجموعي نه رامنځ ته کيږي، او کور د ټولنې د بنسټ له خښتو څخه يوه خښته ده، د کورونو مجموعه کلی رامنځ ته کوي، او د کليو د مجموعې نه ټولنه رامنځ ته کيږي.
 
کله چي خښتې ښايسته او جوړې وي، نو ټولنه به د الله تعالی د احکامو په عملي کولو کې ځواکمنه او د الله تعالی د دښمنانو په مقابل کي مقاومت کوونکې او برابره ولاړه وي، خير او نيکي به ډير وي او ناوړه اعمال به نشي ورننوتلای.
 
د اصلاحاتو ارکان او پاې د مسلمان له کور نه ټولنې ته سرايت کوي، د مسلمان د کور نه مخکښ دعوتګر، ريښتينی معلم، ريښتينی مجاهد، نيکه ميرمن، روزونکې مور او ستر ستر مصلحان ټولنې ته وړاندي کيږي.
 
کله چي کورنۍ ته پاملرنه دومره ارزښتمنه ده، او زموږ کورونه  د ډول ډول منکراتو، کميو، بې پرواييو څخه ډک دي نو دلته دا پوښتنه را ولاړيږي چي د کورنۍ د اصلاح وسايل څه دي؟ 
 
ان شاءالله نور تفصیل په راتلونکو لیکونو کي....(تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته