د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د نبوت الزامي دليل
لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
که د يهودو څخه پوښتنه وسي چي: تاسو ولي پر موسی عليه السلام ايمان راوړی؟
که دوی ووايي چي: د هغه د معجزو، اخلاقو، شريعت، د الله له لوري د نصرت، د دعاګانو د قبوليت، د شخصي اغراضو څخه د پاکوالي او داسي نورو دلايلو په سبب مو ايمان پر راوړی دی.
موږ ورته وايو چي دغه ټول چي تاسو ذکر کړل زموږ په نبي کريم صلی الله علیه وسلم کې موجود دي.
همدارنګه د عيسويانو څخه پوښتنه وسي چي ولي مو پر موسی عليه السلام ايمان راوړی دی؟ دوی به وايي چي موږ ته عيسي عليه السلام خبر راکړی دی چي موسی عليه السلام نبي دی!
موږ ورته وايو چي د موسی عليه السلام پر نبوت چي تاسو کوم دليل وواياست هغه زموږ په نبي کريم صلی الله علیه وسلم کې موجود دي (۱) نو ولي ايمان نه قبلوی؟
په نبوي دور کي ټول يهود او عيسايان د يوه اخري نبي د راتګ په اړه د خپلو کتابونو په حواله منتظر وه چي ځينو پر رسول الله صلی الله علیه وسلم ايمان راوړی او ځينو نورو بيا د کبر ، قوم پرستۍ او دنيوي خواهشاتو په وجه ايمان قبول نه کړی.
د نبوت يو دليل دا هم دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم امي وو خو بيا يې هم د اهل کتابو ډير هغه عقايد او احکام يې افشاء کړل چي دوی به پټول يا به يې تحريفول.
اړوند لیکني:
-------------------------
(۱): الادلة الجلية علي صدق خير البرية ﷺ: ص ۱۳۵