د بعثت په وخت کې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د نبوت دلايل
ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
کله چي رسول الله ﷺ د خپل عمر څلوېښت (۴۰) کاله پوره کړل، په دغه عرصه کې نړۍ د اور د يوه خندق پر څنډه ولاړه وه، ټول انسانيت په ډيره تيزۍ سره د ځان وژني پر پلونو قدمونه وهل! دا هغه نازک وخت وو چي د انسانيت صبحِ صادق طلوع سو!
د محرومي او بدنصيبي نړۍ بخت را ژوندي سو او د محمدي بعثت مبارک وخت نژدې سو. د الله تعالی سنت همدا دی چي کله تيارې ډيري خپرې سي او زړونه سخت او مړه کېدونکې سي نو د الله تعالی د رحمت يو نازولی راځي او د انسانيت په خزان وهلي چمن کې بيا پسرلی راولي.(۱)
په غاري حراء کې
رسول الله ﷺ به اکثره وخت د حراء په غار کې قيام فرمايه او پرلپسې به يې هلته شپې تيرولې، د خوراک توښه به يې د ځان سره وړل. هلته به رسول الله ﷺ د ابراهيمي طريقې او سليم فطرت په لارښوونه د الله تعالی په عبادت مشغول وو.
په حراء غار کې د نبي کريم ﷺ خلوت کول هم د الله عزوجل په اراده او غوښتنه وو څو د انسانيت د نجات د ستر هدف د پاره يې تيار کړي او دا يو حقيقت دی چي کوم څوک د بشري ټولني د نجات او ښه بدلون لپاره روزل کيږي بايد يو څه وخت د موجوده هلوځلو څخه ګوښه او فارغه سي. هو! الله پاک په خپل ستر حکمت سره حضرت محمد ﷺ همداسي وروزی تر څو د لوی امانت (رسالت) د پورته کولو، د مځکي د مخ د بدلولو او د تاريخ د اړولو لپاره يې وړ وګرځوي نو ځکه يې درې کاله مخکې لا ګوښه کېدل ورته خوښ کړل.
رښتني خوبونه ليدل
د رسول اکرم ﷺ د عمر په څلوېښت کلنۍ کې د نبوت نښي يو د بل پسې د ژوند د کړکيو څخه وړانګي کولې، دا نښي هغه رښتني خوبونه وه چي رسول الله ﷺ به هر خوب وليدی نو د سپين سهار په شان به روښانه کېدی چي حضرت عايشه رضي الله عنها يې په اړه فرمايي:
(عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤْمِنِينَ أَنَّهَا قَالَتْ: أَوَّلُ مَا بُدِئَ بِهِ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنَ الوَحْيِ الرُّؤْيَا الصَّالِحَةُ فِي النَّوْمِ، فَكَانَ لاَ يَرَى رُؤْيَا إِلَّا جَاءَتْ مِثْلَ فَلَقِ الصُّبْحِ، ثُمَّ حُبِّبَ إِلَيْهِ الخَلاَءُ ، وَكَانَ يَخْلُو بِغَارِ حِرَاءٍ فَيَتَحَنَّثُ فِيهِ - وَهُوَ التَّعَبُّدُ - اللَّيَالِيَ ذَوَاتِ العَدَدِ قَبْلَ أَنْ يَنْزِعَ إِلَى أَهْلِهِ، وَيَتَزَوَّدُ لِذَلِكَ، ثُمَّ يَرْجِعُ إِلَى خَدِيجَةَ فَيَتَزَوَّدُ لِمِثْلِهَا، حَتَّى جَاءَهُ الحَقُّ وَهُوَ فِي غَارِ حِرَاءٍ.۲)
د رسول الله د وحيو ابتداء د رښتني خوبونو په شکل پيل سوه، په خوب کې چي به يې څه ليدل هغه به داسي ظاهرېدل لکه واضح سهار، وروسته ده لره خلوت او تنهايي خوښه سوه نو د حراء په غار کې يې خلوت کوی، هلته به يې څو شپې عبادت کاوه او د ځان سره به يې توښه وړل بيا به خديجې رضي الله عنها ته راتلی او څه توښه به يې وړل، تردې چي دی مبارک په حراء کې وو او حق ورته راغلی.
د وحيو نزول
د رښتني خوبو د دورې پوره شپږ مياشتي تيري سوې، د ګوښه ژوند پيل کولو په درېيم کال د روژې مبار کې په مياشت کې الله عزوجل خپل رحمت مځکي ته راکښته کړی او ده مبارک ته يې د ستري ملکې حضرت جبرائيل عليه السلام په واسطه نبوت ورکړی چي ام المومنين رضي الله عنها دا واقعه داسي بيانوي:
( فَجَاءَهُ المَلَكُ فَقَالَ: اقْرَأْ، قَالَ: " مَا أَنَا بِقَارِئٍ، قَالَ: " فَأَخَذَنِي فَغَطَّنِي حَتَّى بَلَغَ مِنِّي الجَهْدَ ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ: اقْرَأْ، قُلْتُ: مَا أَنَا بِقَارِئٍ، فَأَخَذَنِي فَغَطَّنِي الثَّانِيَةَ حَتَّى بَلَغَ مِنِّي الجَهْدَ ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ: اقْرَأْ، فَقُلْتُ: مَا أَنَا بِقَارِئٍ، فَأَخَذَنِي فَغَطَّنِي الثَّالِثَةَ ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ: { اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ . خَلَقَ الإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ . اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ. ۳)
ملکه ورته راغله او ورته ويې ويل: ووايه! ده وفرمايل: زه لوستونکی نه يم، بيا يې زه ټينګ ونيولم تردې چي د تحمل وس مي تمام سو، بيا يې ايله کړم، ويې ويل: ووايه! ما ورته وويل: زه لوستونکی نه يم، بيا يې زه دوهم وار ټينګ ونيولم تردې چي د تحمل وس مي تمام سو، بيا يې ايله کړم، ، ول: ووايه! ما ورته وويل: زه لوستونکی نه يم، بيا يې زه دريم وار ټينګ ونيولم بيا يې ايله کړم او ويې ويل:
(اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ . خَلَقَ الإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ . اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ....۴)
ولوله ( اى محمده ! قرآن ) د خپل رب د نامه په بركت، هغه رب پالونكى چې پيدا كړى يې دي ( ټول مخلوقات ) . پيدا كړى يې دى انسان له ټوټه د تړليو شويو د وينوڅخه. ولوله ( اى محمده ! قرآن ) حال دا چې رب ستا لوى كريم دى ( پر ټولو كريمانو) .
د ورقه بن نوفل رضی الله عنه سره ملاقات
رسول الله ﷺ ددې مبارکو ايتونو سره په داسي حال کې چي زړه يې لړزېده راوګرځېدی، خديجې رضي الله عنها ته ورغلی او ورته ويې ويل: ما راونغاړه، ما راونغاړه! هغې په څادر کې ونغښت چي ډار يې ولاړي خديجې ته يې وويل: دا په ما څه سوي دي؟ زه پر ځان بېرېږم!
بيا يې ټوله پېښه ورته بيان کړه حضرت خديجې رضي الله عنها ورته وويل: تا به هيڅکله الله پاک سپک نه کړي ځکه ته خپلوي پالې، له پښو پرېوتي تر منزله رسوې، له تنګ لاسو سره مرسته کوې، مېلمه پالنه کوې او د حق په لاره کې د پيښو ستونزو د ليري کولو لپاره ملاتړې.
خديجې رضي الله عنها د خپل اکا زوی ورقه بن نوفل ته وروستی، نوموړی سپين ږيری سړی وو او د عيسی عليه السلام پر دين وو، په عبراني ژبه يې د انجيل څخه ليکنه کول. کله چي رسول الله ﷺ ورقه ته خپله واقعه بيان کړه، هغه ورته وويل:
دا هغه ملائکه ده چي حضرت موسی عليه السلام ته هم د الله تعالی د لوري لېږل سوې وه، کاشکي چي زه هغه وخت ځوان وای او کاش زه هغه وخت ژوندی وای چي تا خپل قوم وباسي.
رسول الله ﷺ وپوښتل: ايا دوی به ما د کلي وباسي؟
ورقه وويل: هو، هر چا چي ستا په شان پيغام راوړی دی دښمني ورسره سوې ده، نو که زه په دې وخت کې ژوندی وم زه به دي پوره ملاتړ وکړم. له دې پيښي وروسته ورقه ډير ژر وفات سو.(۵)
ورقه بن نوفل رضي الله عنه ته د مخکنيو کتابونو په وړاندوينو او د رسول الله ﷺ د حالت په ليدلو دا معلومه سوه چي دا رښتنی نبي دی.
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل
--------------------------------
۱: نبي رحمت: علامه ابوالحسن علي ندوي، ناشر: مجلس تفهیمات اسلام- ، ص ۱۴۳
۲: صحيح بخاري: ج۱، ص۳
۳: صحيح بخاري: ج۱، ص۳
۴: سورة العلق: ۱-۳
۵: رحيق المختوم: ص ۹۰-۹۱