ترتیب کوونکی: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د کورنۍ افرادو ته زده کړه شرعي فريضه ده بايد د کور سر پرست يې عملې کړي تر څو د الله تعالی دا امر پر ځای سي چي فرمايي : (يا ايها الذين امنواقوا انفسکم واهليکم نارا وقودها الناس والحجارة ) (التحريم : ۶)
ژباړه:( ای مومنانو ! خپل ځانونه او کورنۍ مو له هغه اور نه وژغورئ چي د سونګ مواد به يې انسانان او ډبرې وي ) (تفسیردیوبندی،ج:۲، ص:۵۴۳)
دا آيت د کورنۍ د زده کړې، روزنې او ورته امر په معروف او نهې د منکر اساس حسابيږي . ځينې مفسرينو ددې آيات لاندې دمربي د واجباتو په اړه خبره کړې :
قتاده رحمه الله فرمايي : د کورنۍ مربي به خپله کورنۍ د الله اطاعت ته رابلي د ګناه او معصيت نه به يې منع کوي د الله تعالی د امر د اقامی لپاره به ورته امر کوي او په دې لاره کي به يې مرسته کوي ، هر کله چي ګناه او نا فرماني ويني ، د هغې ګناه د مرتکب کيدو نه به يې منع کوي.
امام ضحاک او مقاتل رح فرمايي: ( د يوه مسلمان د واجباتو څخه یو واجب دا دی چي خپلې کورنۍ، خپلوانو او وينځو ته هغه مسائل ورزده کړي چي الله تعالی پرې فرض کړي او يا يې د هغو د ارتکاب نه منع کړې چي الله ترې منع کړې).
علي رضی الله عنه فرمايي: (خپلې کورنۍ ته زده کړه ورکړئ، او ادب وروښايئ). (جامع الصغير ص: ۲۶۷)
د سړي بې شماره مصروفيتونو،وظيفې او رنګا رنګ اړيکې د خلکوسره ددي لامل جوړيوي چي د خپلې کورنۍ د افرادو په تعليم او زده کړه کي پاتې راشي او ددي کار د پاره څه وخت پيدانه کړي. ددې ستونزې د حل لاره داده چې مربي د کورنۍ يوه معينه ورځ وټاکي، او په هغې ورځ کې، د خپلې کورنۍ افراد او ان خپل خپلوان هم سره په کور کې راټول کړي او د دوی په زده کړه دې پيل وکړي، او دا ورځ دې د کورنۍ ټولو افرادو ته اعلان کړي، ترڅو پخپله او د کورنۍ ټول افراد تشويق او وهڅول شي او په مسؤلانه ډول باندې په مجلس کي برخه واخلي.
ځينې خلک پوښتنه کوي: که چيرې موږ د کورنۍ د زده کړې د پاره ورځ ځانګړې کړو، او د کورنۍ افرادو ته خبرورکړو، له کوم ځای نه پيل وکړو؟ او په خپلوغونډو کې څه وړاندې کړو؟
زه عاجز بنده ددې سوال په جواب کي داسې عرض کوم چي په عامه توګه د کورنۍ د تدريس د پاره او په ځانګړې توګه د ښځو د پاره ښه منهج او پروګرامونه دا دي چي د کورنۍ د پاره که سړي وي او که ښځې لاندني کتابونه په کور کې تدريس سي:
الف:-تفسير ابن سعدي،چې په (تفسير الکريم الرحمن فی تفسيرکلام العنان) باندې مشهوره دی، په اووه جلدو کې چاپ شوی او په ساده او تفصيلي طريقې سره ليکل سوی ، کولای سي چي يو سورت يا ځانګړي ځايونه ترې تدريس کړي.
ب:- رياض الصالحين: د رياض الصالحين احاديث سره شرح، تعليق او هغو فوائدو سره چي ترې استنباطيږي، تدريس سي.
ج:- يو د مهمو کارونو څخه دا ده چي ښځو د پاره د فقهي احکامو زده کړه لازمه ده لکه: د طهارت احکام، د طبعي وينې، مياشتينی مرض، احکام، د لمانځه احکام، د زکات او حج احکام (که چيرې د حج کولو وس لري) د روژې احکام، د خوراک او څښاک ځينې احکام، د لباس او زينت (آرايش) احکام، د فطرت سنتونه، محارم، د موسيقۍ حکم ، د تصوير او...احکام ددې شيانو احکام بايد د مهمو مصادرونو زده کړل سي په دې اړه دعلماء وفتواګانې هم شته او نورو مختلفو کتابونو کې پيداکيږي.
همدا ډول د ښځواو د کورنۍ د افرادو د پاره د زده کړې بله لاره ديني او مفيدو پروګرامونو ته د معتمدي اسلامي راديو د لارې غوږ ايښودل او د علماء وموعظې اوريدل دي همدا ډول کتاب پلورنځيو ته ورتګ سره ددې چي شرعي شروط پکې مراعات سي د زده کړې مهمې لارې دي.
د کورني جوړښت په اړه پاته برخي او نور ګټور معلومات
---------------------
د ښځو لپاره څو ګټور کتابونه
تعلیم الاسلام کتاب
د میرمنو فقه
جنتي مېرمن
او داسي نور...