د زمانې شيطان
لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
هغه نن بيا خپله سرينده را واخيسته. په تارونو يې ګوتي ښوروي غواړي چي بله نغمه سور کړي.
زه ډېر ستړی يم. زه تر اوسه د هغي زړې نغمې ستړيا محسوسه وم. زما په مغزو کي تر اوسه د هغي زړې نغمې شور پاته دی.
هغه زما له ستړيا سره کار نه لری. زه که هرڅومره نارې وهم هغه له خپلي سريندې څه ګوتي نه ليري کوي. هغه پوهيږي، چي زما لاسونه اوس لنډ سوي دي. زما په منګلو کي اوس هغه مخکنی زور نسته چي د ده تر ګرېوانه ورسيږي.
هغه اوس له ماڅه نه وېريږي. زه د يوې بې وسه مرغۍ غوندي هم ورته نه ښکارم ځکه: چي،زه اوس له خپل مخکني هوډه اوښتی يم. زما ملګرو هم هغه تګلاره چي د بسم الله په تورو پېلېده تر ډېره هېره کړې ده.
هغه ده. هغه خپله نغمه سور کړه. دهغې نغمې ږغ له ما پرته نور يې هم اوري. ډېر ژر دی چي هغوی به هم ما غوندي لېوني کړي. هغه پوهيږي چي موږ د مرګ به خوب ويده يو. موږ بېله مرګه نه ويښيږو.
دهغه د نوي نغمې سور او تال له زړې نغمې نه لږ څه بېل ښکاري. د سريندې تارونه يې هم نوي سوي دي. هغه اوس خپله نغمه له زاړه ځايه نه ږغوي. هغه اوس د نغمې له سور سره د نغمې ږغولو ځای هم بدل کړی دی. هغه اوس د سهارني شفق سره ملګری نه وي. هغه اوس په ختيز کلي کي نه اوسي. هغه اوس د ماښامونو له تيارو راوزي. له کوم افقه چي ماښامونه زېږي او لمرونه پکي ساه ورکوي، دی هم هلته دی. خپله سرينده هم له هغه ځايه ږغوي او د غشو ويشتلو لپاره يې هم هغه ځای ټاکلی دی.
www.taleemulislam.net