تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: د ماشومتوب د وخت معجزې
  تعلیم الاسلام
  October 28, 2016
  0
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم معجزې
 
ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
کوم وخت چي به د قريشو نارينه اولاد پيدا سو هغه به يې په مکه مکرمه  کې  نه لوياوه بلکي اطرافو ته به یې استول . د دې کار دپاره څو سببه وه، يو سبب دا ؤ  چي مکې مکرمې ته د هره ځايه څخه خلك راتلل او  ځيني خلك به د ډيري مودې د پاره په مکه مکرمه  کې  پاته کېدل لکه اوس چي هم دغسي ده او  د قريشو سره به يې راکړه ورکړه درلودل نو کوم هلکان چي به په مکه مکرمه  کې لويېدل د هغو  ژبه به د دغه اختلاط په سبب په سل  کې  سل خالصه او فصيحه عربي نه پاته کېدل، د هغه بېګانه خلكو د اخلاقو او ژبي تر تاثير لاندي راتلل، نو د دې جهته قريشو دا ښه بلل چي د دوى اولادونه ترمکې مکرمې دباندي لوى سي، دا د دې د پاره چي ژبه يې پر فصيحه عربي واوړي، کوم وخت چي به يې د ژبي د زده کولو عمر تېرسو بيا به يې بيرته مکې مکرمې ته راوستل.
 
او بل سبب دا ؤ چي قريشو غوښتل چي د دوى اولادونه سخت اموخته کړي، د تکاليفو او مشکلاتو زغم او تحمل ولري د سختيو او تکاليفو سره عادت ولري، ځکه د دوى په مخ  کې  جنګونه او سفرونه وه ، دوى نه غوښتل چي اولادونه يې په ښار  کې  نازک او پاسته لوى سي، ځکه كوم کسان چي په ښارو  کې  لوى سي هغه نرم، پاسته او  نازک طبيعته وي د تکاليفو او مشکلاتو زغم او تحمل نه سي کولاى، نو سختۍ او تکاليف په صحراء  کې  وه، دا معلومه خبره ده چي د صحراء خلك سخت سري او متحمِّل وي. 
 
درېيم سبب دا ؤ: چي مکه مکرمه ښار او ديني مرکز ؤ د هره ځايه څخه قِسم قِسم خلك ورته راتله او دغو خلكو د خپلو ځانو سره رنګارنګ مرضونه راوړل، مګر عموماً صحراء د مرضو څخه پاکه وي، که اطرافي خلك د ښاري خلكو سره مقايسه کړل سي په هغو  کې  مرض لږ او نادر پيدا کېږي، په دغو څو سببو د قريشو دا خوښه وه چي اولادونه يې تر مکې مکرمې دباندي لوى سي، نو ځکه خپل کوچني اولادونه يې د صحراء خاصتًا د بني سعد و داييګانو ته ورکول چي هغه يې و صحرا ته بوزي او هلته يې لوى کړي، بيا چي به دغه هلکان لوى سوه بيرته به يې مکې مکرمې او خپل مور او پلار ته راوستل. 
 
د صحراء خلكو  بيا دغه کار د رزق د پيدا کولو دپاره کاوه، خو داييګانو پر دې کار تنخواه او معلومه مزدوري نه اخستل دا يې عيب باله چي د شيدو قيمت واخلي خو بيا هم په آخر  کې  د کوچني د مور او پلار د طرفه و دايې ته هديې او سوغاتونه ورکول کېدل چي په هغو هديو سره به داييګانو خپل ضرورتونه پوره کول.
 
د حليمې په غېږ  کې 
 
دغه د صحراء داييګاني به و مکې مکرمې ته راتلې او هغه نوي پيدا سوي کوچنيان به يې ور سره بېول، په دغه وخت  کې  چي رسول اللهﷺ و دنيا ته تشريف را وړى د بني سعد څخه داييګاني راغلې چي په مکه مکرمه  کې  نوي پيدا سوي کوچنيان ور سره بوزي، د دوى په جمله  کې  يوه ښځه يا دايي وه چي نوم يې حليمه ؤ او  د مېړه نوم يې حارث ؤ.
 
د بني سعد قبيله ټول غريبان وه خاصتاً په دغه کال چي بارانونه هم نه وه او وچ کالي وه، په دوى  کې  بيا حليمه ډېره غريبه وه، حليمې خپل کوچنئ د تي زوى هم درلودى او  په قريشو  کې  ګرځي چي يو بل کوچنئ هم پيدا کړي او د دغه خپل زوى سره تئ ورکړي، .....  حليمه چي د خپلي قبيلې څخه راتله پر يوې خرې سپره وه چي دغه خره يې هم ډيره ډنګره او ضعيفه وه، پر لاري به د ضعف په سبب تر ټولي قافلې وروسته رهي وه، نورو ښځو به نارې پر وهلې چي حليمې ژر سه و دي ځنډولو، خو حليمې چي به هرڅه کوښښ وکړي چي خره يې چابکه سي هغه نه سواى تلاى.
 
حليمه السعديه وايي: زه د خپل وطن څخه د خپل مېړه او د تي د زوى سره د بني سعد د ښځو په ملګرتيا را و وتم چي موږ ټولو د تي کوچنيان غوښتل او  دا داسي وچ کال ؤ چي موږ ته د خوړلو دپاره هيڅ شئ نه ؤ را پاته، زه پر يوې خرې سپره وم او  زموږ سره يوه زړه اوښه د لوشلو دپاره راسره وه چي د دې شيدې به زموږ او زموږ د کوچني زوی دپاره غذاء وي، خو هغې اوښي هم په والله د لوږي په سبب يو څاڅکى شيدې نه کولې او  موږ ټوله شپه د خپل کوچني د ژړا د لاسه خوب نه سواى کولاى، چي د لوږي به يې ژړل، نه زما په تي  کې  څه وه چي دئ په موړ سي او نه زموږ اوښي شيدې کولې چي و ده  ته يې ورکړو، موږ ټول د باران په اميد ؤ چي بارانونه وسي اوکال آباد سي، زه پر دغه خپله خره را و وتم چي د خپلو ټولو ملګرو دپاره تکليف او د سر درد وم  ځکه زما خره ډنګره او د ضعف د لاسه پر لار نه سواى تلاى، د ملګرو به مي دغه نارې وې چي حليمې ژر سه او ژر سه، څو مکې مکرمې ته را ورسېدلو او موږ ټوله د قريشو په کورو  کې  په کوچنيانو پسي ګرځېدلو، په موږ ټولو  کې  داسي ښځه نه وه چي و هغې ته دي د محمّد ﷺ د اخستلو نه وي ويل سوي، خو چي دا به ورته و ويل سوه چي هلک يتيم دى هري ښځي به پريښاوه ځکه موږ د کوچني د پلار څخه د هديو او تحفو اميد درلودى، خو کوم وخت چي به دا راته و ويل سوه چي هلک يتيم دى موږ به ويل چي مور او نيکه به يې څه را کړي، نو موږ ټولو د دغه يتيم والي په سبب نه اخستى، په آخر  کې  په موږ ټولو  کې  يوه ښځه هم نه سوه پاته چي يو کوچنئ دي نه کړي پيدا بېله ما څخه، اوس چي موږ بيرته تر مکې مکرمې دباندي خپل د اړولو ځاى ته راغلو او و بني سعد ته مو د تللو إراده سوه ما و خپل خاوند ته و ويل:
 
په والله زما دا نه ده خوښه چي زما ټولو ملګرو ښځو دي کوچنيان پيدا کړي وي او زه دي بېله کوچني ولاړه سم، زه و هغه يتيم کوچني ته ورځم او هغه اخلم، مېړه مي و ويل: ښه دى ورسه وايې خله ممکن دغه يتيم زموږ دپاره د برکت سبب وګرځي، نو وايي:  ورغلم او محمّدﷺ مي را واخستى او  د ده د اخستلو بل هيڅ سبب نه ؤ بيله دې څخه چي ما بل کوچنئ نه کړي پيدا.
 
د معجزو پیل:
 
-  کوم وخت چي مي دئﷺ را واخستى او خپل ځاى ته راغلم تي ته مي واچاوه، تي مي زما د غوښتني پر اندازه شيدې پر را ايله کړې، ده تر هغو رودلې چي مړېدى او د ده  ورور چي زما  زوى ؤ هغه هم تر مړېدو و رودلې او بيا دواړه بيده سوه، حال دا چي زموږ کوچنئ تر دغه د مخه د لوږي په سبب نه سواى بيدېدلاى، بيا مي مېړه و هغه زړې اوښي ته ور  ولاړ سو چي ويې لوشي، د اوښي څخه يې دومره شيدې  ولوشلې چي ما او ده  تر مړېدلو وڅښلې.
 
دغه شپه ښه په خير را باندي تېره سوه، حليمه وايي: په سهار  کې  زما ملګرو ښځو راته و ويل: اي حليمې! په والله مبارک او د برکته ډک کوچنئ دي اخستى دى، ما  ويل: زما هم دغه اميد دى. 
 
- حليمه وايي: په دغه سهار زه پر هغه خپلي خرې سپره سوم محمّد ﷺ مي هم را سره واخستى او د خپل کلي پر طرف رهي سوو، په والله سپرلۍ مي زما تر ملګرو دومره د مخه سوه چي د هغو خره نه سواى پسي رسيدلاى، ترڅو چي ملګرو به مي راته ويل: اي حليمې! يو څه صبر وکه آيا دغه ستا خره هغه خره نه ده چي د ها خوا پر راغلې؟ ما ويل: په والله هغه هغه ده، دوى ويل: په والله يو څه ور ته پېښه ده.
 
- حليمه وايي: بيا نو موږ  و بني سعد او خپلو کورو ته ورسېدلو او  د الله تعالْى په مځکو  کې  د باران د نه کېدلو په سبب زموږ تر ځاى وچ ځاى نه ؤ، خو بيا هم زما پسونه چي به راغله ماړه او غلانځي به يې د شيدو ډ کې  وې موږ به خپلي ميږي لوشلې او شيدې به مو څښلې خو بل چا د خپلو پسو څخه يو څاڅکى شيدې نه سواى لوشلاى او نه يې د ميږو په غُلانځو  کې  څه وه، تر داسي اندازې چي زموږ د کَلي خلكو به و خپلو شپنيانو ته په قهر او غضب سره ويل: تاسي پسونه و وښو ته نه بياياست، پسونه هلته بياياست چيري چي د حليمې پسونه پيول کیږي، چوپانانو به ورته ويل: په والله زموږ او د حليمې پسونه يو ځاى ګرځي، خو بيا به هم د دوى پسونه وږي راغله او يو څاڅکى شيدې به يې نه کولې خو  زموږ پسونه به ماړه او د ميږو غلانځي به د شيدو ډ کې  وې، زموږ دغه حال ؤ، د الله جل جلاله د طرفه خير او برکتونه را باندي اورېدل څو دوه کاله تېر سوه. 
 
- حليمه وايي: د محمّدﷺ جسم او بدن نسبت و نورو کوچنيانو ته جلا وَدَه او پرورښت کاوه، د عمر يې دوه کاله لا نه وه پوره سوي داسي معلومېدى لکه د پنځو شپږو کالو هلک، صحت او عافيت يې کامل او سالم وه، په خبرو  کې  يې فصاحت ؤ، خبري يې سمي او پوره کولې، کوم وخت چي د دهﷺ دوه کاله پوره سوه مور ته مو ور وستى او  عادت هم دا ؤ چي داييګانو به هلکان پسله دوو کلو خپل مور او پلار ته ور وستل، خو ځينو پلرو به د دوهم وار دپاره بيا دغه کوچنئ و دايي ته ورکړي چي څه موده دي نوره هم په صحراء  کې  تېره کړي او  ځينو خلكو به پر دغه دوو کلو بس کړل، اوس حليمې هم محمّدﷺ و مکې مکرمې او خپلي مور ته راوستى، خو کوښښ کوي چي بيرته يې د ځانه سره بوزي، د رسول اللهﷺ مور آمنه ورته وايي: بسته دلې دي وي او حليمه ورته وايي: دلته ګرمي ده مرضونه  دي، دئ تر اوسه ښه نه دى لوى سوى څه موده به يې نور هم را سره بوزم. حليمه وايي: موږ دا کوښښ کاوه چي محمّدﷺ بيرته را سره بوزو، ځکه موږ په ده  کې  هغه ذکر سوي برکتونه ليدلي وه، څو په آخر  کې  مو د محمّدﷺ مور راضي کړه  چي محمّدﷺ بيا را سره بوزو او  دوهم وار مو بيا بني سعد ته راوستى.(۱)
 
- او په رواياتو  کې  راځي چي کله به حليمې و رسول الله ﷺ  ته شيدې ورکولې ده نو ده مبارک به د يوه تي څخه رودلې، چي کله به يې هغه بل تي ورته وړاندي کړي نو ده به منع وکړه. علماء وايي چي دا ده مبارک په ماشومتوب  کې  لا هم عدل کاوه ځکه د حليمې بل زوي هم شيدې رودلې.(۲)
 
په مخ يې د باران غوښتنه
 
همدارنګه د سيرت کتابونه ليکې  چي ابوطالب د سختي وچکالۍ په وخت  کې  د رسول الله ﷺ په برکت د باران طلب وکړی ناببره د يوې خوا او بلي خوا وريځي راغلې او ډير زيات بارانونه وسوه چي کلي او ښارونه يې تر او تازه کړل.(۳)
 
همدارنګه په ماشومتوب کي د نبي کریم ﷺ سینه مبارکه په معجزانه ډول څيري سوې او بیا ګنډل سوې ده چي تفصیل به یې ان شاءالله وروسته راسي. 
 
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
راروانه لیکنه: د سينې د څري کېدو معجزانه پېښه
 
مخکنۍ لیکني: د نبوت دلائل
 
 
---------------------------------------------------------------
 
۱: د سرور کائينات صلی الله علیه وسلم ژوند: مولوي عنايت الله علمي، ناشر: مکتبة الغفارية- کوټه. ج۱، ص۷۸. (دا روايت امام بيهقي  په دلائل النبوة  کې  نقل کړي دي، وګورئ: ج۱، ص ۱۳۳)
 
۲: خصائص الکبري: جلال الدين عبدالرحمن بن ابي بکر السيوطي، ناشر: دارالکتب الحديثة. ج۱، ص ۱۴۷
 
۳: رحيق المختوم: ص ۷۸
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته