تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله ﷺ د نبوت عقلي دلايل (۳)
  تعلیم الاسلام
  July 6, 2017
  0
 ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
۴: سخاوت
 
د بخاري شريف په يوه روايت کي سيد الرسل صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي  که زما سره د احد د غره په اندازه سره زر وي نو دا به مي خوښه نه وي چي پر دې (زرو) درې شپې تيري سي او زما سره ددې (زرو څخه) يو شي پاته وي (بلکي ټول به صدقه کړم) مګر صرف دومره چي په هغه سره قرض ادا کړم.
 
نو رسول الله ﷺ نه يوازي دا چي خاتم النبيين دی بلکي خاتم الاخلاق هم دی چي دا يې د صدق ستر دليل دی!
 
۵: صدق او رښتنولي
 
د رسول الله ﷺ يو بل منل سوی وصف چي موافقو او مخالفو ټولو منلی دی هغه دده مبارک صداقت او رښتنولي ده. د خپلي ټولني لخوا په صادق او امين ملقب سوی وو، کله چي يې د لومړي ځل د پاره رسول الله ﷺ قريش راغواړي او د صفا پر غونډۍ د اسلام دعوت ورکوي نو د  هغوی څخه سوال کوي:
 
که زه تاسو ته ووايم چي د مکې د غرونو تر شا يو لوی لښکر پر تاسو حمله کوونکی را روان دی، تاسو به يې ومنی؟
 ټولو وويل: هو! موږ يې منو ځکه: ( مَا جَرَّبْنَا عَلَيْكَ كَذِبًا ) موږ ستا څخه بېله رښتيا بل څه نه دي ليدلي.
 
تاسو دې خبري ته فکر وکړی چي  هغو په دا څلوېښت کاله يو ځل هم درواغ نه دي ځني اورېدلي.
 
حتی  هغه چا چي رسول الله ﷺ به يې نه پېژندی خو کله چي به يې دده مبارکه څېره وليدل پوه به سو چي دا د صادق نبي څېره ده!
 
حضرت عبدالله بن سلام رضي الله عنه (چي مخکي د يهودو يو لوی عالم وو وروسته مسلمان سو) فرمايي چي کله رسول الله ﷺ مدينې ته تشريف راوړی خلګ يې ملاقات ته ورغلل... زه هم د خلګو سره ورغلم څو ويې ګورم، کله چي مي د رسول الله ﷺ مخ ته وکتل ومي پېژندی چي مخ مبارک يې د کاذب مخ نه دی....(۱)
 
چا چي به يې خبري واورېدې زړه به يې مطمئن سو چي دا رښتني او صادق نبي دی، لکه ابن عباس رضي الله عنهما چي يوه عجيبه واقعه رانقلوي فرمايي:
 
ضماد چي د ازد د قبيلې وو مکې ته راغلی او د جنون او پيريانو پر اثر لرونکو يې دمونه کول. نوموړي د مکې د احمقانو څخه دا خبره اورېدلې وه چي حضرت محمد ﷺ مجنون دی نو ده وويل که زه دغه کس (محمدعليه السلام) ووينم کيدايسی الله  تعالی زما په لاس شفاء ورکړي بالاخره و رسول الله ﷺ ته ورغلی او ورته ويې ويل چي زه د پيريانو پر اثرلرونکو کسانو باندي دم کوم او الله  تعالی زما په لاس هغه چا ته شفاء ورکوي چي خوښه يې سي نو ايا تاسو غواړی چي دم درباندي وکړم؟
 
نو رسول الله ﷺ د نبوت د خزانې څخه لاندي څو کلمات ورته وفرمايل: 
 
( إِنَّ الْحَمْدَ لِلَّهِ نَحْمَدُهُ وَنَسْتَعِينُهُ مَنْ يَهْدِهِ اللَّهُ فَلَا مُضِلَّ لَهُ وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَا هَادِيَ لَهُ وَأَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ أَمَّا بَعْدُ!)
 
ضماد (چي د نبوي بحر دا بليغ، اغېزمن او د سترو مفاهيمو کلمات واورېدل نو) ورته ويې ويل: دغه کلمات يو ځل بيا راته ووايه! رسول الله ﷺ درې واري ورته تکرار کړل، ضماد وويل: يقيناً ما د کاهنانو، ساحرانو او شاعرانو اقوال اورېدلي دي خو ستا ددغو کلماتو په شان مي تر اوسه نه وه اورېدلي، او يقيناً دا کلمات د بحر عمق او تل ته رسېدلي دي،
 
بیا يې ورته وويل: لاس دي راکړه چي پر اسلام بيعت درسره وکړم، بيعت يې وکړی، رسول الله ﷺ ورته وفرمايل او ستا د قوم لخوا هم (بيعت اخلم)، ده ورته وويل چي د خپل قوم لخوا هم بيعت درسره کوم...(۲)
 
ابوسفيان غوندي د مکې بانفوذه شخص چي د اسلام په پيل کي د رسول الله ﷺ تر ټولو لوی دښمن وو يو وخت د روم د امپراطور هرقل و دربار ته وغوښتل سو څو هرقل د رسول اکرم ﷺ د نبوت په اړه پوښتنه ځني وکړي نو ابوسفيان وايي چي که چيري ما ته حياء نه درېدلای چي وروسته به خلګ د درواغو نسبت ما ته کوي نو خامخا به مي د حضرت محمد ﷺ په اړه هرقل پاچا ته درواغ ويلي وای. نو هرقل تر ډيرو پوښتنو وروسته دا سوال ځني وکړی چي ايا تاسو دغه نبي د نبوت تر دعوې مخکي يو وخت په درواغو متهم کړی وو؟ ابوسفيان وايي ما ورته وويل چي يا .
 
وروسته هرقل ورته وايي چي يقيناً زه پوهيږم چي داسي نسي کيدای چي دا کس دي پر خلګ هيڅکله درواغ نه وي ويلي خو پر الله  تعالی  دي درواغ ووايي ، (يعني چي په دا څلوېښت کاله يې پر خلګو درواغ ونه ويل پر الله به څنګه درواغ ووايي؟! هيڅ امکان نلري.)
 
هرقل وویل: که ستاسو دا معلومات رښتياوي نو ډير ژر به دا نبي زما ددغو قدمونو د ځای مالک سي، او زه (د کتابونو څخه) خبر وم چي دا نبي راتلونکی دی خو ګمان مي نه وو چي هغه به په تاسو عربو کي وي، که زه پوه سم چي هغه ته رسېدلاي سم نو خامخا به مي د هغه د ملاقات تکليف کړی وای او که د هغه نبي په دربار کي حاضر وم نو حتماً به مي د هغه قدمونه (د احترام په وجه) مينځلي وای.(۳)
 
چا چي ژوند ورسره کړی دی د صدق شاهدي يې اداء کوي، چا چي د بصيرت په سترګو ليدلی دی د صدق شاهدي يې اداء کوي، چا چي يې کلام اورېدلی دی د صدق شاهدي يې اداء کوي، چا چي يې په اړه اورېدلي دي خو ليدلی يې نه دی لکه د روم امپراوطر هرقل د صدق شاهدي يې اداء کوي او دښمن يې هم لکه ابوسفيان د صدق شاهدي يې اداء کوي (خو وروسته مسلمان سو).
 
 نو ايا تر دې وروسته به کوم عقل او ضمير د هغه د صدق څخه انکار کوي؟ (۴)
 
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت حیرانونکي دلائل

--------------------------------------
۱: سنن ترمذي: ج۴، ص۶۵۲
۲: صحيح مسلم: ج۳، ص۱۱
۳: د بخاري شريف څخه په لنډ ډول اقتباس: ج۱، ص۵
۴: ادلة الجلية علي صدق خيرالبرية  : ۶۹
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته