ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ډبري او وني لخوا سلام
لکه څنګه چي مخکي ذکر سوه چي رسول الله ﷺ به د نبوت په لومړنيو وختونو کي د هري ډبري او درختي سره تېرېدی هغه به سلام ورته کاوه، کله چي به یې شا، مخ، راسته او چپه طرف ته وکتل درختو او شاوخوا ډبرو به ورته سلام کاو او ده مبارک به يې سلام اورېدی، هغوی به داسي ويل:
السلام عليکم يا رسول الله! (۱)
د حضرت علي رضی الله عنه د سترګو ليدلی حال
حضرت علي رضی الله عنه فرمايي:
( كنت مع النبي صلی الله علیه وسلم بمكة فخرجنا في بعض نواحيها فما استقبله جبل ولا شجر إلا وهو يقول السلام عليك يا رسول الله.) (۲)
زه د نبي اکرم ﷺ سره د مکې مکرمې اطرافو ته ووتم نو هري ډبري او درختي به و رسول الله ﷺ ته داسي ويل: السلام عليکم يا رسول الله!
هغه ډبره يې اوس هم پېژندلې
رسول الله ﷺ فرمايي: (إِنِّى لأَعْرِفُ حَجَرًا بِمَكَّةَ كَانَ يُسَلِّمُ عَلَىَّ قَبْلَ أَنْ أُبْعَثَ إِنِّى لأَعْرِفُهُ الآنَ.) (۳)
زه هغه ډبره پېژنم چي په مکه کي به يې زما تر بعثت مخکي ما ته سلام وايه، يقيناً اوس يې هم پېژنم.
د احد غر بې قراره سو
حضرت انس رضي الله عنه فرمايي چي يوه ورځ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ، ابوبکر، عمر او عثمان رضي الله عنهم د احد غرته وختل نو غر (د خوښۍ څخه) وښورېدی رسول اکرم صلي الله عليه وسلم پخپله پښه ووهی او ورته ويې فرمايل:
تم سه اې احده! پر تا باندي يو نبي، يو صديق او دوه شهيدان ولاړ دي.
د غره ښورېدل او د حضرت عمر او حضرت عثمان رضي الله عنهما د شهادت وړاندوينه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم معجزه ده.
مړ حيوان خبر ورکوي
ابوهريره رضي الله عنه روايت نقلوي او فرمايي:
(لَمَّا فُتِحَتْ خَيْبَرُ أُهْدِيَتْ لِرَسُولِ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم شَاةٌ فِيهَا سَمٌّ ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم « اجْمَعُوا لِى مَنْ كَانَ هَا هُنَا مِنَ الْيَهُودِ » . فَجُمِعُوا لَهُ فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم « إِنِّى سَائِلُكُمْ عَنْ شَىْءٍ فَهَلْ أَنْتُمْ صَادِقِىَّ عَنْهُ »..... قَالُوا نَعَمْ . فَقَالَ « هَلْ جَعَلْتُمْ فِى هَذِهِ الشَّاةِ سُمًّا » . فَقَالُوا نَعَمْ . فَقَالَ « مَا حَمَلَكُمْ عَلَى ذَلِكَ » . فَقَالُوا أَرَدْنَا إِنْ كُنْتَ كَذَّابًا نَسْتَرِيحُ مِنْكَ ، وَإِنْ كُنْتَ نَبِيًّا لَمْ يَضُرَّكَ .) (۴)
کله چي خيبر فتح سو نو و رسول الله ﷺ ته يو په زهرو لړلی پسه راوړل سو، رسول الله ﷺ وفرمايل چي ددغه ځای يهود ما ته راټول کړئ، يهود ورته راټول کړل سول... نو رسول الله ﷺ ورته وفرمايل: که زه ستاسو څخه د يو شي پوښتنه وکړم ايا تاسو به رښتيا راته وواياست؟ هغوی وويل: هو، نو رسول الله ﷺ ورته وفرمايل: ايا پدې پسه کي مو زهر اچولي دي؟ هغوی وويل: هو، بيا رسول الله ﷺ پوښتنه ځني وکړه چي په کومه وجه مو داسي وکړل؟ هغوی وويل: موږ اراده لرل چي که ته کاذب وې نو ستا څخه به په استراحت سو او که نبي وې نو ضرر به در ونه رسوي.
په نورو رواياتو کي راځي چي خپله همدغه کباب سوي پسه ورته وويل چي زه په زهرو لړلی يم، ددې زهرو څخه يو صحابي وفات سو خو رسول الله ﷺ ته يې زيان نه دی رسولی، همدا ډول د خالد بن وليد رضي الله عنه په اړه هم راځي چي زهر يې په بسم الله ويولو وخوړل خو زيان يې ورته ونه رسوی. (تاريخ الاسلام لذهبي)
د خوراکي توکو معجزات
حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي:
(وَلَقَدْ كُنَّا نَسْمَعُ تَسْبِيحَ الطَّعَامِ وَهْوَ يُؤْكَلُ.) (۵)
يقينا چي موږ به د نبي کريم ﷺ سره ډوډۍ خوړل نو د طعام تسبيحات به مو اورېدل.
----------------------------------------
۱: دلائل النبوة: بيهقي ج۲، ص ۱۴۶
۲: سنن ترمذي: محمد بن عيسى أبو عيسى الترمذي السلمي، تحقيق : أحمد محمد شاكر او نور، ناشر : دار إحياء التراث العربي – بيروت، ج۵، ص۵۹۳
۳: صحيح مسلم: ج۷، ص۵۸
۴: صحيح بخاري: ج۷، ص۱۸۰
۵: صحيح بخاري: ج۴، ص۲۳۵