تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عیسائیت په افغانستان کي (۸)
  تعلیم الاسلام راډیو
  December 19, 2017
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

د پروفيسر جان سکاټ اعتراف:


اوسنی بایبل په دې د خدای کتاب نه دی چي حضرت عیسی علیه السلام په آرامیه ژبه سره خبرې کولې او اوسنۍ نسخې په یوناني ژبه سره دي، لکه د بایبل تر ټولو زړه نسخه سینایي نسخه؛ د بایبل تر ټولو پخوانۍ نسخه د حضرت عیسی علیه السلام څخه (۶۰۰) کاله وروسته لیکل سوېده،

که بایبل په غور سره مطالعه سي نو داسي جوتیږي چي بایبل په تدریجي ډول سره تکامل موندلی دی، بله د یادونې وړ خبره داده چي موږ د حضرت عیسی علیه السلام لیکنه او یا وینا نه لرو هغه څه چي وده ته منسوب دي هغه ټول په یوناني ژبه سره دي او حال دا چي حضرت عیسی علیه السلام په آرامیه ژبه سره خبرې کولې. (The Major Changes in the Bible,pp52-60)

 

د ډاکتر جوزف پارکر(Dr. Joseph Parker) اعتراف:


ده پخپل کتاب کي (Bible, What a book?) لیکلی دي چي بایبل ټوله د نوم ورکو او مبهمو نومونو څخه ډک دی، په بایبل کي د نسب پاڼو(شجرو) څخه ماسوا بل شی نسته، نه د اخرت په هکله څه پکښې تر سترګو کيږي او نه هم د مذهب په هکله، که موږ د حضرت عیسی علیه السلام شجره و څېړو نو د تعجب خبره داده چي روح القدس د څلورو انجیلونو د لیکوالانو څخه ولي و دوو لیکوالانو ته دا شجره ور و ښودل؟

او حال دا چي په دې دواړو کي هم ژور اختلاف سته، متي د عیسی څخه تر داؤد پوری (۲۶) پښته راوړي دي او لوقا د عیسی څخه تر داؤد پوری (۴۱) پښته راوړي دي نو موږ په ساده تورو داسي ویلای سو چي دا د خدای کلام نه دی؛ او دا د متي او د لوقا خپلي لیکنې دي او روح القدوس هیڅ هم نه دي ورته ویلی.

 

فاضل عالم ريو- پيکر(Rev. Packer) اعتراف:


فاضل عالم ریو- پیکر(Rev. Packer)  تر دې سرلیک لاندي چي (ایا په بایبل کي غلطیانې سته؟ )دی وايي:
غلطیانې په بایبل کي سته،په ځانګړی ډول سره په پخوانیو نسخو کي،کلمې بدلی سوي دي، حتی مکملي لیکنې او جملې له منځه تللی دي، ځینی جملې بیا بیا تکرار سوي دي،چي د غلطیانو شتون نسو ردولای او په ځینو نسخو کي داسی سوي دي چي په غلطیا سره نوي عبارتونه ور سره یوځای سوي دي. دا منو چي دا نسخې د انسانانو په لاسونو سره نوشته سويدي او د هر بدلون امکان پکښې سته.


(Deseret News Publishing Co. 2003)
نور بیا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته