لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د نېك عمل كول د كاميابۍ نښه ده
عن أنس قال: قال رسول الله صلى الله عليه و سلم إذا أراد الله بعبد خيرا استعمله فقيل كيف يستعمله يا رسول الله؟ قال يوفقه لعمل صالح قبل الموت.[سنن ترمذي ۲۱۴۲]
ژباړه: د حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: کله چي الله پاک د يو بنده لپاره خير وغواړي نو هغه استعمالوي، يو چا وويل: څنګه يې استعمالوي يا رسول الله؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه ته د مرګ مخکي د نيک عمل توفيق ورکوي.
الله پاک دي راته د مرګ مخکي د نيکو اعمالو د کولو توفيق راکړي، ځکه چي په ژوند کي د نیکو اعمالو کول د بنده سره د الله تعالی د محبت نښه ده او د الله تعالی محبت د بنده لپاره د کامیابۍ سبب دی.
www.taleemulislam.net