لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د نړۍ په ستر دايره المعارف (انسايكلوپيډيا بريتانيكا) کې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟
“هغه داسې شريف او صادق انسان ؤ؛ چې په خپل وخت كې یې د ټولو هغه کسانو درناوى ځانته اړولى ؤ، چې دده په څېر شريف او درانه وو.” (۱)
ديوان چاند شرما (Diwan Chand Sharma) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مهربانۍ او رحم روح وو، دده اغېزه پر ټولو وغوړېده او دا به هیڅکله د خلکو هېره نسي. دی یو انسان ؤ، خو رسالت یې ښکلی ؤ، د ده په رسالت کې د بشریت یووالی، د یوه خدای عبادت کول، صداقت، او هر څه د الله جل جلاله د قانون په رڼا کې کول وو، ده به تل ویل چې زه د خدای یو بنده یم او د خدای یو رښتینی استازی یم. (۲)
پروفيسر هرګروجي Professor Hurgronje د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
د هغه ولس تهداب او بنسټ چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ایښی دی؛ د بشریت پر نړیوال اتحاد، ورورولۍ او نظم باندې دلالت کوي، اسلام نه یواځې د مسلمانانو لپاره دی؛ بلکې د نورو ملتونو لپاره هم د سکون زانګو سوه، په نړۍ کې زموږ په آند هیڅ داسې ولس نسته چې د اسلام سره یې پرتله کړو، په اسلام کې د تمدن او تهذیب څانګه پیاوړې ده.
ستر نړيوال اروپايي اديب او شاعر ايولف ګنګ ګوت EWolfgang Goethe
وايي:
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پېغمبر دی، شاعر نه دی، له همدې کبله د هغه راوړی کتاب (قرآنکریم) یو الهي قانون دی، د بشر په لاس نه دی جوړ سوی او نه هم د انسانانو لپاره د ساعت تیری کتاب دی. (۳)
پروفيسر ايچ چېولز (H.G. Wells) داسلام په هـکله وايي:
محمد صلی الله علیه وسلم بشریت ته اسلامي تعلیمات اخلاق، شرافت او صبر پرېښود، دې نړۍ ته د انسانانو په لاس جوړ سوي قوانین هم وړاندې سول، خو له څه وخت وروسته له نیمګړتیاوو سره مخ سول، برعکس اسلامي قوانین نه بدلېدونکې دي او همدارنګه اسلام د عفوې، اخوت او سترتوب څخه ډک دی.
ډاکتر ويليم ډراپر (Dr. William Draper) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له ټول انسانیت څخه اغېزمن کس ؤ، ده توکم پرستي ختمه کړه، دی د ډېرو امپراطوریو مذهبي مشر ؤ، یو پر دریمه یې انسانان سره وروڼه کړل، زه په زړورتیا او له تعصب پرته ویلی سم چې دی بل څه نه ؤ؛ بلکې د خدای یو رښتینی استازی ؤ.(۴)
ګيبن (Gibbon) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کې رښتینولۍ او اخلاص شتون درلوده، دی د خدای استازی ؤ، ده خپل کار پخپله کاوه، اور یې بلاوه، جارو یې وهله، حیوانات یې لوشل، خپل کالي یې پخپله ګنډل، خپلې څپلۍ یې پخپله ګنډلې، دی د ښېګڼو ټولګه وه، دی په عربو کې هغه کس ؤ، چې نه یې تکبر اونه یې تعصب درلوده. (۵)
[Vol. 12] Encyclopedia Britannica
D.C. Sharma, The Prophets of the East, Calcutta, 1935, pp. 12]
Noten und Abhandlungen zum Weststlichen Dvan, WA I, 7, 32]
Dr. William Draper in 'History of Intellectual Development of Europe'
Gibbon in 'The Decline and Fall of the Roman Empire' 1823