ژباړه: شکر الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یوه ورځ د هارون الرشيد وزیر په یوه قضیه کي د قاضي امام ابو یوسف رحمه الله په مخ کي شاهدي وویله، امام ابو یوسف صاحب د هغه شاهدي رد کړل، هارون الرشید پوښتنه وکړه، چي د وزیر د شاهدۍ ردولو سبب څه دی؟
امام ابویوسف رحمة الله علیه وویل: یوه ورځ زه او ته په یوه مجلس کي ناست وو، تا خپل وزیر ته د یو کار وویل، ستا وزیر تاته وویل: زه ستا مريی یم، د وزیر خبره له دوو حالاتو خالي نه ده، یا هغه په دې خبره کي صادق دی یعني ستاسو غلام دی، پس د غلام شاهدي د قبول وړ نه ده او یا ئې درواغ وویل، چي په دې حالت کښي هم د درواغجن شاهدي نه قبلیږي.
وروسته هارون الرشید وویل: که چیري زه شاهدي ووایم، نو تاسو یعني (ابویوسف) ئې قبلوئ؟
قاضي امام ابو یوسف وویل: يا!
هارون الرشيد وویل: ولي؟
امام ابویوسف رحمه الله وویل: ته تارک الجماعت یې! یعني د جماعت لمانځه ته نه حاضریږي.
هارون الرشید وویل: زه د مسلمانانو په کارو بوخت یم،
ابویوسف رحمه الله وویل: ( لا طاعة لمخلوق فی معصیة الخالق) یعني د خالق په معصیت کي د بنده خبره منل روا نه ده.
وروسته هارون الرشید وویل، چي زما د دروازې سره دي یو مسجد جوړ کړل سي او یو امام او مؤذن دي ورباندي وګمارل سي، تر څو لمونځ په جماعت ادا کړم. (کتاب: ترغیب الصلاة)
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه