ژباړه: ن. عمرزاده / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د فقه یو مشهور کتاب دی چی هغه زموږ په ټولو مدرسو کي ویل کیږي او ددې کتاب په صحیح لوستلو سره خلګ عالمان کیږي.
ددې کتاب نوم (هدایه) دی، په دې کتاب کي د طهارت څخه تر میراث پوري د شریعت چي څومره احکام دي هغه ټول پکښي سته.
دا کتاب څلور برخي دی:
اول برخه یې د عباداتو سره تعلق لري چي په هغه کي د پاکوالي احکام، د لمانځه احکام ، د زکات، روژې او د حج احکام بیان سوي دي او نوري درې حصې يې د معاملاتو یا معاشرت په اړه احکام دي.
ددغه څخه تاسو اندازه ولګوی چي د دین د احکام څلورمه برخه د عباداتو سره تړاو لري او پاته درې برخي د معاملاتو (کاروبار) په اړه دي!!
د عوامو خلګو د تعامل څخه داسي معلومیږي چي ګواګي دوی دین یوازي عبادات بولي، معاملات، کاروبار او تجاراتي راکړه ورکړه په دین کي داخل نه ګڼي، حال دا چي معاملات د دین یوه مشهوره شعبه ده.
الله تعالی دغو معاملاتو ته یو داسي مقام ورکړی دی که چیري انسان د پیسو په معاملاتو کي د حلال او حرام، جائز او ناجائز توپیر ونه کړي نو پر عبادت یې اثر لویږي. که هغه عبادات ادا هم سي خو د هغه ثواب او قبولیت موقوفه کیږي، دوعاګاني یې نه قبلیږي.
په یوه حدیث شریف کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه سړي یادونه کوي او فرمایي چي هغه ډیر اوږده سفرونه کوي، د سر ورېښتان یې ببر وي، په خاورو لړلی وي او دی د اسمان و طرف ته لاسونه پورته کړي (دعاء کوي) او وايي چي ای زما ربه! ای زما ربه! (یعني دعاګاني کوي) خو ددې سړي خوراک حرام وي، چیښاک یې حرام وي، لباس یې حرام وي او بدن یې په حرامو سره وده کړې وي، نو دده دعا به څنګه (الله پاک) قبولي کړي؟
-------------------------------------------------------