دحضرت امام اعظم رحمة الله عليه دقضا په اړه دغه وصيت
ونوح بن ابي عصمة رحمة الله عليه ته فرمايلى دى.
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
نوح بن ابي عصمة (رحمة الله عليه) فرمايي : ما دابوحنيفة رح څخه داحاديثودمعناوو زده کړي کولي ده مبارک ډيرښه تشريح اوتفسيرکاوه هم داډول ما دباريکومسائلو پوښتنه ځني کوله په عمومي ډول زماپوښتني دقضا دمسائلو او احکاموپه اړه وي امام اعظم (رحمة الله عليه) (يوه ورځ دوړاندوينا په ډول ) راته وفرمايل: ته به دقضا دروازه وټکوي (يعنى قاضى به سي ) نوح بن ابي عصمة فرمايي : کله چي زه خپل ښار مرو ته ولاړم دلږ وخت وروسته دستي په قضا اخته سوم امام اعظم(رحة الله عليه) لا ژوندى وو نوح بن ابي عصمة وايى (دقضاداخته کيدو وروسته) مي امام اعظم(رحمة الله عليه) ته يوليک وليکى ددغه پيښي حال مي پکښى وليکى اوعذرمى ورته وليکى (يعنى داچي په خپله خوښه مي قضا نه کوله بلکي ورته اړسوم) امام اعظم (رحمة الله عليه) په جواب کښي ورته وليکل:
ستا ليک راورسيدى کوم څه چي دي پکښي ليکلى وه په هغه پوه سوم ستا وغاړى ته يولوى امانت درولويدى چي لوى، لوى خلګ ورته عاجزه دي ته داسي يې لکه غرق نودځان لپاره دوتلولارولټوه تقوى درته اړينه ده ځکه تقوى دټولوکارونوبرپايه کونکى ده دقيامت (دورځي د سختيو څخه) خلاصونکي ده اوساتنه دهري بلاڅخه ده اوپه تقوى سره به (د کار) ښه نتيجې ترلاسه کړي الله(جل جلاله) دي موږ ته دټولوکارونوښې نتيجىې رانصيب کړي الله(جل جلاله) دي دخپلي خوښي دکارتوفيق راکړي بېشکه الله(جل جلاله) اوريدونکى اونژدې دى .
پوه سه (اې نوحه رح !) په بابونودقضا يوازي جيدعالم پوهيږي چي په اصولودعلم(يعنى) قرآن ، احاديثو اوپه ويناوو داصحابوکراموپوه وي اودفکر اونظرڅښتن وي اودتپلوتوان يې ولري . که يوه مسئله مشکله درته ښکاره سوه نودقرآن ، حديث او اجماع په لوري هڅه وکړه که دي روښانه پکښي پيدا کړه عمل په وکړه که دي پيدا نه کړه نو نظائرو(يعنى قياس ) ته يې حواله کړه (دآيات ،حديث ،قياس ) استشهاد پرې وکړه بيا عمل په هغه لاره وکړه چي (پورتنيو درو) اصولوته نژدې وي او ورته والى ورسره ولري دفکر اونظر دڅښتنانو سره مشوره کوه ځکه په دوى کښى داسي څوک سته انشاءالله چي په هغه څه پوهيږي چي ته نه په پوهيږي . کله چي دوه دښمنان (يعنى مدعى اومدعى عليه ) درته کښيناستل نو دکمزوري او زورور، دعزتمن اوبى عزته ترمنځ په ناسته ، توجه او خبروکښي توپيرمه کوه داسي کړنه مه کوه چي دعزتمن دعزت لامله درته طمعه پيداسي اوبې عزته دبې عزتۍ له امله نااميده سي .
کله چي مدعي اومدعي عليه ستا په وړاندي کښينى ترهغه وخته يې پريږده چي په ارامه شرم اوسام ځني پورته سي بيا په نرمۍ خبري ورسره وکړه اوپه خبرويې پوه کړه اودهريوه خبري ټولي اوره تلوار مه پرې کوه پري يې ږده ترهغه وخته پوري چي خپلي خبري ټولي خلاصي کړي مګر که يې بي ځايه خبري وکړي منعه يې کړه (اوددغه خبرو نه اړتيا ) وروښيه . دزړه تنګۍ ، قهر اوغم په حال کښي دقضا (فيصلې ) مه کوه کله چي ستا دقضاحاجت اړتيا وي ياوږى يي قضا مه کوه دفکري بوختيا پرمهال قضامه کوه بلکي په داسي وخت کښي قضا وکړه چي زړه دي فارغ وي .
دقريبانو په منځ كي په تلوار سره قضا مه کوه بلکي څومجلسوته يې معطله کړه ښايي دوى په خپل منځ کښي روغه (جوړجاړى ) وکړي که يې ونه کړى نوفيصله وروکړه ترهغه وخته پرهيچا فيصله مه وباسه ترڅو دالزام ټول ثبوتونه يې په لاس نوي درغلي اوشاهدي ورکونکى ته تلقين (په خبروکښى ښودنه ) مه ورکوه . په خپل مجلس کښي چاته اشاره مه کوه وقريبانوته هيڅ کارمه سپاره (دقضا په وخت کښي ) دهيچا ميلمستيا مه قبلوه ځکه چي تهمت به درباندي وويل سي (دخپلودوستانوسره ) دقضا په مجلس کښي خبرى مه کوه . تقوى (ويره ) دالله(جل جلاله) څخه غوره کړه ددنيا اواخرت دټولو کارونوبسنه درته کوي الله(جل جلاله) به سلامتيا درنصيب کړي الله(جل جلاله) دي موږ اوتاته ښه ژوند اوښه مقام په آخرت رانصيب کړي . دامام اعظم (رحمة الله عليه ) وصيت خپل شاګرد ابوعصمه نوح بن ابى مريم (رحمة الله عليه ) ته پاى ته ورسيدى.
ماخذ : دامام اعظم رح وصيتونه
www.taleemulislam.net