تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسلمان او د نړۍ پرې ایښی قیادت
  تعلیم الاسلام
  July 24, 2017
  0

 لیکوال: احمد ارشاد "سعید" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
هغه وخت چي دنیا تیارو حصار کړې وه او فحشا، ظلم، وحشت او بربریت خپل اوج ته رسېدلی وو؛ بشریت یو داسي قائد اعلی ته اړتیا درلوده، چي دوی له دې تیارو رڼا ته راوباسي، د ظلم او دهشت څخه ئې منع او د رحمت او شفقت درس ورکړي او د مسلسل بت پرست جاهلیت، فحشا، سحر، قمار او دې ته ورته نورو مصیبتونو څخه ئې د الله تعالی بندګۍ، فطرتي دین، سوچه انسانیت او اخلاقو ته راهنمایي کړي.
 
 نړۍ په دې افتونو کي راګیر وه او په کلونو- کلونو له رڼا ورکوونکي ډېوې څخه محرومه وه، ځکه تیرو ادیانو خپل رسالت پرې ايښی او هیر کړی وو، تحریف سوی یهودیت او نصرانیت خپل مسؤلیتونه یوازي د خلکو تر نامه ایښوولو، نکاح تړلو، مړي ته په غسل ورکولو او د کلیسا او صومعې په جارو کولو کي منحصر کړي وه او نور د دنیا له حالاتو بې خبره او بې مسؤلیته پاته وه. ددې توان ئې له لاسه ورکړی وو، چي انسانیت رهبري کړي او بنده د بنده له بــــــنده ګۍ څخه د الله تعالی بنده ګۍ ته راولي، ځکه کوږ لرګي هیڅکله مستقیم سیوری نه دی کړی.
 
 دینونه دونه منسوخ سوي وه، چي د خالق او مخلوق تر مينځ له فرق کولو څخه هم عاجز وه. خو بیا هم ځیني ویښ ضمیره کسان د پاک روحه او سپیڅلي قائد په لټه کي خپل وطنونه پرې ایښي وه او په مات زړه یوې او بلي خوا ته ګرځېدل.
 
همدا وو چي الله تعالی یو ځل بیا نړۍ ته د رحمت نازلولو اراده وکړه او د رسالت د منار د اخیري خښتي د ايښوولو له پاره ئې اخیرنی پیغمبر حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم  نړۍ ته راولیږی.
 
رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د پیدایښت څخه تر رحلته پوري په خپل ټول درویشت کلن رسالت کي د نړۍ رنګ بدل کړ، انسان ته ئې انسانیت، اخلاق، عبادت او شخصیت ور وپېژندی او ټول بشریت ته ئې دا روښانه کړل، چي یوازي مؤمن مسلمان د نړۍ د راهنمایۍ توان لري.
 
مقالې: د غیرمسلمانانو پوهانو شاهدي
 
سربیره پردې ئې مؤمنانو ته د ژوند د هر اړخ او هر پړاو سره د برخورد کولو روښانه او واضحي طریقې وروښودلې. که ئې له یوې خوا ټول انسانیت ته دا په ډاګه کړل، چي د نړۍ سکون او آرام د مسلمان په قیادت موقوفه دی، له بلي خوا ئې مؤمنانو ته قطعي امر کړی تر څو ددې سکون او ارامښت له پاره پوره هلي ځلي وکړي. همدا مسلمان دی، چي کولای سي انسان ته دده خالق او پالونکی وروښيي او د ژوند کولو لاره، رحم او شفقت ور زده کړي، ځکه د مؤمن مسلمان سره داسي یو منهج او تګلاره موجوده ده، چي د ټول انسانیت د کامیابۍ راز پکښي موجود دی.
 
رب عزوجل دا منهج د لوح محفوظ څخه د ټول انسانیت د هدایت له پاره راولیږی او رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ئې ددې منهج د معلم او لارښود په توګه راواستاوه، تر څو په نړۍ کي د الله تعالی نظام حاکم کړي او ټول پاشلی انسانیت د الله تعالی د بنده ګانو په حیث د ورولۍ په تار و پېيي. 
 
دا چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  خپل رسالت تکمیل کړی، د هغه  صلی الله علیه وسلم  تر رحلت وروسته د قیادت دروند پيټی د مسلمانانو تر غاړي سو، تر څو انسانیت خپل تېر جاهلیت ته د ورګرځېدلو څخه وژغوري او د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  له لوري نړۍ ته راوړل سوې ډېوه بله وساتي.
 
خو دا ډېوه لکه څنګه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دور کي ئې د جاهلیت د پیروانو له خوا د مړه کېدلو کوښښونه کېدل، همدا شان بیا هم ددې ډېوې رڼا ته ډیري حریصي سترګي متوجه سوې او د مسلمان قیادت په ړنګولو ئې دا ډېوه چي دنیا ئې د ظلم او وحشت څخه خلاصه کړې او نړۍ ئې روښانه کړې وه مړه کړه. 
 
د عثماني خلافت، چي اخیرنی اسلامي خلافت وو له ړنګېدلو وروسته متصل دنیا د جنګ او جکړو لمبو ونیول او نړۍ یو ځل بیا د تېر جاهلیت په شان ظلم او دهشت ته لاس ورواچاوه، ځکه مسلمانان ئې له قیادته لیري کړل سول.
 
نوی جاهلیت
 
د معاصر جاهلیت پیروانو د قیادت واګو ته لاس واچوی او د نړۍ د اداره کولو ټټر ئې وټکوی، خو نه یوازي دا چي دا جاهلان په دې لویي او سپیڅلي دندي کي پاتي راغلل، بلکي د تېرو پیړیو ړوند جاهلیت ئې یو ځل بیا را ژوندی کړ، خو تفاوت ئې دا دی، چي مخکي ئې د بتانو عبادت کاوه، اوس له مادیاتو طواف کوي، مخکي ئې له ډېره شرمه لوڼي ژوندۍ تر خاورو لاندي کولې، خو اوس ئې په فحشا او بدکارۍ فخر کوي، مخکي د فحشا، سود، قمار او نورو بدکاریو وسایلو بسیط او ساده شکل درلود، خو اوس ورته عصري او پرمختللي وسایل جوړ سوي، له همدې امله دا جاهلیت د معاصر جاهلیت په نوم یادیږي.
 
لکه څنګه چي الله تعالی زوړ جاهلیت د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په مبعوث کولو له مينځه یووړ، همداسي د رسالت د تعمیر د تکمیلېدو له وجهي د معاصر جاهلیت د ړنګولو توان یوازي مسلمان لري.
 
نړیوال قیادت
 
دا قیادت مسلمان ته په انتظار دی او د رڼاوو بنده دروازه یوازي د مؤمن مسلمان په لاس په هغي کیلۍ خلاصیدلای سي، چي د لوح محفوظ څخه ورته راوړلي سوې ده. که مسلمان دې دندي ته اهمیت ورنه کړي او ورته شا کړي، د قیادت دا رڼا به هیڅکله د بل په لاس نړۍ روښانه نه کړي او لار ورکی انسان به همداسي د تیارو په بیدیا کي لالهانده او سرګردانه وي.
 
په اطمينان سره ویلای سو، که چیري مؤمنان خپل پاته سوي مسؤلیت ته متوجه سي او د اسلامي قیادت د بیا راولاړولو له پاره په اخلاص ګامونه پورته کړي, هیڅ توان به ئې مخه ونه سي نیولای, ځکه ددې خلافت وعده راسره رب العزت په خپل کلام کي په واضحه توکه کړې ده.
 
الله تعالی ته لاس لپه کوم تر څو د مسلمانانو بیده جسم رابیدار کړي، په جسمونو کي ئې د احساس روح پو کړي، د اسلامي خلافت د اعادې په اهمیت ئې پوه کړي او یو ځل بیا ئې د برم او عزت هغه تخت ته و خیژوي، چي د رڼا د دښمنانو له لوري ترې را کښته سوی وو او نړۍ ئې همداسي بې قائده پرې ایښې ده.
 
 د مسلمانانو د برم د بیا اعادې په هیله!
 
تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته