راليږونکی: عبدالرحمن/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د نقشبنديې طريقې شیخ شاه أبوالحسن الخرقاني رحمه الله لیکي :
د کوم انسان چي یوه ورځ بغیر د ګناه څخه تېره شي او کوم انسان چي په ورځ کي ګناه ونه کړي او ټوله ورځ د ګناه څخه ځان وساتي ، نو دا انسان دي خپل ځان داسي وګڼي لکه دغه ورځ چي یې د محمد رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په معیت او ملګرتیا کي تېره سوه .او دا څه معلومه ده چي یوه ورځ د محمد رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم په ملګرتيا کې تېره سي نو الله تعالٰی به د ده د نجات ذریعه همدا یوه ورځ وګرځوي ، نو په دې وجه بنیادي خبره د انسان لپاره داده : چي د ګناه څخه ځان وساتي.